چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه ۲۴ ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

په ۲۴ ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې ویلي، چې د نن ورځې په دوام به سبا هم په ۲۴ ولایتونو کې بارانونه او سېلابونه ووريږي او راووځي.

.

 نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پکتیا، پکتیکا، لوگر، خوست، غزني،کاپیسا، پنجشیر،کابل، پروان، میدان وردګ، دایکندي، اروزگان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل هغه ولايتونه دي، چې ياده وړاندوینه ېې په اړه شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د ورښت کچه به په دغو ولايتونو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره پوري وي.

دا په داسې حال کې ده ، چې نن هم په يو شمېر ولایتونو کې د سېلاوونو د راوتو له امله يو شمېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، چې طبیعي پېښو ته د رسيدګۍ د چارو مشري کوي، پر دغو زيانونو خواشيني ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب