یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د لنډو سفرونو لپاره درې وزره الوتکه

د لنډو سفرونو لپاره درې وزره الوتکه

تاند- د بریتانیا فارادایر کمپنۍ د یوې داسې درې وزرې هایبریډ الوتکې په جوړولو بوخته ده چې د برېښنا په انرژۍ لنډ سفرونه کولی شي.

فاراډایر کمپنۍ وايي چې په دې الوتکه، چې لا جوړه شوې نه ده لنډ سقرونه په دومره ارزانه ټکټ کېدای شي چې تر رېلګاډي به ټیټ وي.

د انترسټنګ انجینیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، دا الوتکه (BEHA) نومېږي او ۱۹ سپرلۍ پکې سقر کولی شي.

دا الوتکه په یوه څرخي او الیکتریک انجن کار کوي.

په الوتکه کې یو کوچنی ګازي توربین هم نصب کېږي چې د برېښنا له تولید سره مرسته کوي.

BEHA الوتکه د درو وزرو په مرسته له هوايي ډګره الوځي او پرې کښېني.

د فاراډایر کمپنۍ اجرايي رييس نیل کلوګي وايي، دا الوتکه ډېرې متحرکې پُرزې نه لري او له همدې کبله ارزانه تمامیږي.

د ده په وینا په ارزانه بیه د الوتکې  تمامېدا سبب کېږي چې الوتنې یې هم ارزانه تمامې شي.

د دې الوتکې د جوړېدو په صورت کې به د لندن او مانچستر ترمنځ لنډ سقرونه تر ریلګاډي هم ارزانه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب