یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: دوحې تړون ته ژمن یوو، امريکا دې زموږ چارو کې مداخله...

مجاهد: دوحې تړون ته ژمن یوو، امريکا دې زموږ چارو کې مداخله نه کوي

تاند( شنبه ، د اسد لومړۍ ) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد له امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې په وینا یې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

نوموړي ‏د سپینې ماڼۍ د ویاند د خبرو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي، چې طالبانو هغه ټولې ژمنې پرځای کړي، چې له امریکاسره یې د دوحې په تړون کې کړې وې.

د مجاهد په وينا، طالبان چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغو د متحدینو پر خلاف وکاروي.

طالب ویاند زیاتوي،چې ‏همدا ډول د دوی حکومت د خپلو وګړو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته هم ژمن دی.

ذبيح الله مجاهد ادعا کوي ، چې په افغانستان کې دښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي.

د ده په خبره، نور په افغانستان کې د نظام او د ژوند نورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسائل دي.

د طالبانو ویاند وايي،‏څرنګه چې دوی نه غواړي د نورو هېوادونو په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې دوی په کورنیو مسائلو کې مداخله ونلري او ورته د ژوندکولو بڼه ور ونه ښيي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړيدل، د ښځو او نارينه وو د ټولو حقوقو تامینیدل او له ترهګرو ډلو سره مبارزه د دوحې په تړون کې له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې تړون عمده ژمنې وې.

4 COMMENTS

  1. ياره دا د دوحى له ترونه مو د بسوگی واده جور شو. يو يى دعوه كوي چی مور ورته زمن يو او بل لورى چی دوی زمنی پوره کري نه دي. يا خو دواره دروغزن او يو بل ته تگ ياست او يا دركى دروغزن دى. كه تاسي واست، نو ولى مو ورسره پتی زمنی کولی؟

  2. که کوم وخت د دروغو سیالی جوړه شي نو بی له کوم تردیده مجاهد صیب پکی د سره زرو جایزه ګټی، مجاهد صیب دری کاله ملا عمر اخوند په نامه اعلامیی خپړولی حال داچه هغه وخته لدی جهانه ګډه کړی وه ، اوس څرګنده شوی چی ملا عمر اخوند قریب یو کال د نری په رنځ اخته و او د هغه په نامه ټولی اعلامیی پاکستان کی د ای اس ای لخواه جوړیدی او د مجاهد صیب له ادرسه خپریدی، پل ښکر لرونکی درواغ یی چی وایی زه د جهاد تمام دوره کی ا فغانستان کی وم آیا دا به چاته د منلو وړ وی ، یو ځل خو ټویټر کی چی هغه له یاده ویستلی و خپل لوکیشن یا د ځای آف کړي ټوله دنیا ته څرګنده شوه چی هغه له لاهور نه ټویټ کوي ، څو میاشتی مخکی د مجاهد صیب مور پاکستان کی وفات او همالته خاورو ته وسپارل شوه ، په هر حال اوس به راشو اصلی موضوع ته مجاهد صیب ادعا کوي ، چې په افغانستان کې دښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي.
    نورمال ژوند خو دی ته وائي چی دچا اولادونه دی ښوونځی ته لاړ، شي ، څوګ وکولی شي بی له ډاره خپل نظر څرګند کړي، بل څوګ ورته د کاليو ،ګیری اوموسیقی د نه اوریدلو امر او نهی ونکړي ، د خپل ماشومانو د نس مړولو لپاره ورته یو کار او مصروفیت پیدا وي ، که تقاعد یی کړی وي د تقاعد معاش ورته په وخت ورسیږي، له نوره اړتیاو نه به تیر شو چی بیا نورمال ژوند نه بلکه بسیا ژوند ورنه جوړیږی هسی ژوند خو به طالبان مګر خوب کی افغانانو ته برابر کړي نو که اسلامی امارت دا د اقل حد شرایط افغانانو ته برابر کړی نو مجاهد صیب بیا کولی شی ادعا وکړي چی خلکو ته د نورمال ژوند زمینه مساعده ده ، غیر لدی بیا هم ښکرلرونکی درواغ او پدی هم خو ټول پوهیږو چی دروغ ويل د لوی خدای په نزد تر ټولو لویه ګناه ده

  3. دا څنګه حقوق دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    – ښځې مو کورونو ننویستي او له تعلیم څخه مو محرمې کړې خو په تورخم او بولدک کې د پاکستانيانو لخوا چې بې عزته کېږي پروا یې نشته.
    – ډاکټر ملا، انجینر ملا، چوکیدار ملا، پولیس ملا، هر څه ملا- نه تنها دا بلکې د هر مسلکي شخص بې عزتي او توهین په پیخرو روان دی.
    – د تېر یو کال راهیسې مو ۴۰ میلونه ولس برمته کړی، نه څوک امارت ته مشوره ورکولی شي، نه شکایت کولی شي او نه هم انتقاد کولی شي.
    – مشران په حج کې مصروف او کشران درګرده، نظامي وسایط، وسایل او اسلحې پاکستان ته قاچاقوي
    – هرڅه مو پنډۍ او اسلام آباد په مشورو او لار ښوونو روان کړي او چې څوک مخالفت وکړي د داعش په تور یې حلال کړئ

  4. شاید دا کیسه داسی هم تفسیر او تبصیر سی:
    د یوې سیمی غښتلی ! ارباب د یو کلی څخه یوه نازکه پیغله تښتولې او خپل زوی یا وراره ته ئې ور بخښلې او په نکاح کړېده ، د ارباب غوږونو ته داسی آوازې ور رسېدلی دی چی زوی یا وراره ئې ( وراره به مناسبه کلمه وی ځکه امریکائیان او لندنیان سره وړونه دی البته ځینی وختونه دوه وړونه هم د میراث او ثروت پخاطر یو بل تر خوټو سره نیسی ) د خپلی ناوی سره ناوړه چلند کوی.
    له عُرفی او رواجی نظره به د ارباب د وراره کړنه د توجیه وړ وی
    خو
    له اخلاقی او حقوقی نظره هم ارباب او هم ئې وراره د سختی کرکی او غندنی وړ دی.
    بناً
    مجائد او طالبی حمارت به یو ظالم او ستمګر مېړه وګڼل سی خو لوی حمار او لوی حرامی او لوی ظالم همهغه ارباب دئ کوم چی دا معصومه او عفیفه پیغله ئې د خپل نااهل وراره منګولو ته سپارلې ده.
    نه سوې پوه مجایِد لالا!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب