یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيوناما: د بلخاب جګړې ۳۷ زره تنه له خپلو کورونو بې ځایه...

يوناما: د بلخاب جګړې ۳۷ زره تنه له خپلو کورونو بې ځایه کړي

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې د سرپل د بلخاب د جګړې د بې ځايه شويو کسانو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

دغې ادارې ويلي، چې یادې جګرې تر ۳۷ زرو تنو پورې کسان له خپلو سیمو څخه ېې ځايه کړي دي د

 يوناما دا هم ویلي، چې د بلخاب د ۱۶ زره جګړه ځپلیو لپاره ېې د خپلو همکارو ادارو په ملتیا مرستې هم برابرې کړي دي.

د‌ ملګرو ملتونو دغې ادارې په دې اړه، چې د بلخاب اوسنی وضعیت یا د شوې جګړې تلفات او نور جزییات څه وو، څه نه دي ويلي.

په بلخاب کې څو مياشتې مخکې د طالبانو تر ټولو مشهور هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد له دې ډلې باغي شو، چې طالبانو یې په غبرګون کې پر یادې ولسوالۍ عملیات وکړل.

هزاره منتقدینو ادعا وکړه، چې طالبانو په دې عملياتو کې ګڼ ولسي او نور خلک له ملا مهدي سره د اړيکو په تور نیولي او د سختو شکنجو تر څنګ ېې ځينې وژلي.

طالبانو په دې اړه شوې ادعاوې رد کړي او ويلي، چې بهرني مطبوعات ېې پر ضد تبلیغات کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب