یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد زړو افغاني بانکنوټونو زياتوالی؛ هرات کې پرې د اعتراض لپاره کاري...

د زړو افغاني بانکنوټونو زياتوالی؛ هرات کې پرې د اعتراض لپاره کاري بنديزونه اعلان شول

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) په هرات کې د زړو افغاني بانکنوټونو د زياتوالي په غبرګون کې مختلفو کاروباري ډلو د کار بنديز اعلان کړی.

دغو ډلو ويلي، چې له دې کبله يې چارې سختو ستونزو سره مخ دي او حاکمه اداره بايد د ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

تازه په هرات کې د خوراکي توکيو د پلورلو ټولنې خپل کار بنديز اعلان کړی او ويل شوي، چې د خصوصي سکتور نورې ډلې هم دغه کار بنديز سره د ملګري کيدو په حال کې دي.

تر دې مخکې د هرات د صرافانو او نفت پلورونکو ټولنو هم ورته کار بنديز اعلان کړی و.

د افغانستان په نورو ډېرو ولايتونو کې هم د افغاني بانکنوټونو د زړښت ډېر شکايت شوی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. حکومت چلول یواځې په رنجرو سپریدل او ټوپکونه غاړی ته اچول ندی، یواځې په دولتی ودانیو ورننوتل هم ندی، آن داچی د …. ته حاضری ورکول هم ندی، بلکی حکومت یعنی خدمګذاره اداره، حکومت یعنی دپرمختیا او هوساینی لار موندل ، حکومت یعنی لویی بروژی عملی کول، حکومت یعنی د نړیوال(ګلوبل) کلی سره راشه درشه او ډیر نور کارونه چی یو یې پکې د بیسو سیاست یا monetary policyده. ګوری دا دپټي سر دی، پتی وروسته سورور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب