Homeخبرونهکابل کې یو تن داعش ته د فرهنګي کارونو په تور نیول...

کابل کې یو تن داعش ته د فرهنګي کارونو په تور نیول شوی

تاند( چار شنبه ، د سرطان ۲۹ ) ‏ ‏د طالبانو د کابل استخباراتو ریاست وایي چې یو تن ېې داعش ډلې ته د فرهنګي کارونو په تور نیولی دی.

سرچينه زياتوي، چې نيول شوی کس لایق د جنت گل زوی چې د داعش ډلې فرهنگي ملگری دی او دهمایون په نامه یې په فیسبوک او ټلگرام کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت کاوه.

سرچينه زياتوي، چې نوموړی د طالبانو د دځانګړو کشفي عملیاتو په پایله کې نیول شوی.

ويل شوي، چې له نوموړي دفیسبوک، ټویټر او ټلگرام ګڼ اکونټونه هم په واک کې اخیستل شوي.

څو ورځې مخکې طالبانو په هرات ولايت کې هم داعش ډلې ته د ورته تبلیغاتو په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...