یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: اسلامې شريعت د خبریال او انجینري او سياست زموږ...

ملا حسن اخند: اسلامې شريعت د خبریال او انجینري او سياست زموږ کار نه دی

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) ‏د طالبانو د واکمنۍ رییس الوزرا په یوه وروستۍ رسنیزه شوې وینا کې پر خبریالانو نیوکې کړي او له« اسلامي شريعت » څخه په ناخبرۍ یې تورن کړي.

نوموړي اوړمه ورځ له مشخصې اشارې پرته د ملایانو د غونډې د پای په مراسمو کې وويل ، چې یو خبریال ېې د بحث پر مهال ولید چې د « شېخ صاحب » خبرې ېې له اسلامي شریعت څخه لیرې وبللې.

ښاغلي حسن اخند روښانه نه کړه ، چې کوم « خبریال » د کوم « شېخ صاحب » په اړه داسې خبرې کړي دي.

هغه په ورته وخت کې وويل ، چې د اسلامي شريعت عملي کول د ملایانو کار دی.

د طالبانو رییس الوزرا دغه راز زياته کړه ، چې خبریال به ژوند کې یوه ورځ هم د مدرسې مخ نه وي لیدلی ، خو داسې خبرې به کوي.

هغه ملایانو ته په اشارې وویل ، چې اسلامي شريعت ېې فن او مسلک دی ، ځکه لسګونه کاله ېې زده کړې پکې کړي او دوی د چا لخوا د شریعت ور ښودلو ته اړتيا نه لري.

طالب رییس الوزرا همدا شان وويل ، چې که د ساختمان د جوړولو او سیاست خبره وي، دوی به پکې نه غږیږي او انجینیرانو نه به پوښتنه وکړي.

نوموړي ونه ويل ، چې انجينرانو پورې د سیاست محدودول یې له کوم اصل څخه سرچينه اخلي.

دا په داسې حال کې ده ، چې په نوره نړۍ او خپله افغانستان کې هم د « اسلامي علومو او شریعت » ګڼ داسې متخصصین شته ، چې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې يې لوړې زده کړې کړي دي.

د افغانستان ټول پوهنتونونه د شرعياتو پوهنځي او نور ټول پوهنځي د اسلامي ثقافت په نوم یو مضمون لري ، چې زده کول يې پر ټولو حتمي دي.

يو شمېر افغان پوهنتونونه د شرعياتو په برخه کې د دوکتورا تر کچې د لوړو زده کړو امکانات او فارغان هم لري.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي ، چې د اکوړه خټک له حقانيه او نورو طالبي مدرسو ادرسونو پرته د نورو ديني زده کړو له ادرسونو د فارغانو سره ښه چلند نه کوي او په درنه سترګه نه ورته ګوري.

3 COMMENTS

  1. بوین ملا خنځیر اخوند یو غټ شین خر دی! نه یی ماغزه پر ځای دی، نه د تحلیل او خبرو کولو استعداد لری.

  2. کله چې دِ شوروی د یرغل په وړاندی زموږ ملت پر جهاد بوخت وو،تنظیمی انحصار حاکم او قسماََ منفی
    مسابقو کی کګړ او د استخباراتو تولیداتو هلته هم د مکتبی او مدرسه یی نفاق ته لمن وهله؛خو د اخوند استاذانو بیابالاخص د نغمی سندرغاړی خسر خیلو همدا خبره کوله؛چې دین خو په ملا او مدرسی پوری
    تړلی،مکتبی دِ خپل کار کوی،ځکه مکتبی او تخصص سره تربګنت لری ،دا استخباراتی واردات دی ؛دین کی ریښه نلری۰

  3. زموږ يوليکوال ورور دسمسور افغان په نوم د (دوهمه سقاوي ) په نوم کتاب ليکلې ، کاشکي پر دې دوره هم يوکتاب وليکٸ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب