تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د افغان حاجیانو وروستۍ چوپه هم سعودي عربستان ته ورسېده.
سرچینه زیاتوي:« د حج او اوقافو وزارت او نورو اړوندو ادارو په هلو ځلو سږ ټول ټاکل شوي (۱۳۵۸۲) افغان حاجیان د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار ته ورسیدل او سږ کال حج به په خورا ښه او ارام ډول ترسره شي.»
طالبانو په دې مراسمو کې د خپل رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند د ګډون خبر هم ورکړی.
ويل کيږي ، چې يوه لويه برخه نور طالب چارواکو هم سږ کال د حج مراسمو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې اففانستان يو بېساری اقتصادي او بشري ناورين سره مخامخ دی.
يو شمېر افغانانو د طالبانو پر چارواکو او نورو حج کوونکو نیوکه کړې ، چې د حج کولو پيسې يې بايد فقر ځپلو سره په مرستو لګولي وای.
د افغان ملت لوږی ساتلو باندی دا خیټور نجسی ږیری عربستان ته د حج لپاره وړل شوی دی او دا خیټور نجسی ږیری بیا ددروغو فریبی اعلانونه کوی چی دا حج ته تللی کسان د افغانستان ټولو ولایتونو څخه دی !
اوس به دا فریبکاره قدیانی خیټوری نجسی ږیری مکه معظمه هم چټله کړی !!!
افغان ملت ته دا ټوله بدبختی د خودخواه بی ځایه مغرور محمد داؤد خان له خوا د وطنفروشوکمونیستانو په کومک رامینځ ته شوی دی او ددی بدبختی پایان نامعلوم دی ، خدای پاک دی دا ټول رنګا رنګ وطنفروشان ( کمونیستان ، تنظیمونه او طالبان ) تباه او برباد کړی ددی ورځی په انتظار !!!!!