یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههرات کې ط-انو سره جګړه؛ د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي

هرات کې ط-انو سره جګړه؛ د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) ‏د هرات ښار په لومړي نمبر سیمه کې نن سهار ناپېژاندو وسله والو د طالبانو ځواکونو سره د دوی پر یوه کاسټر موټر له بريد وروسته وسله واله جګړه کړې ده.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ۱۲ طالبان ټپیان او څو بریدګر وژل شوي دي.

طالب سرچېنې وايي، چې درې بریدګرو پر دغه موټر تر ډزو وروسته، موټر ته لاسي بم وغورځاوه.

د دغو مسوولانو په وینا، په نښته کې یو بریدګر وژل شوی او دوه نور له سیمې تښتېدلي دي.

که څه هم په دې برید کې د تلفاتو شمېر نه دی روښانه؛ خو سیمه کې خلک تر ۱۲ د ډېرو ټپيانو د لیدو او ملکي مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

ویل کېږي، چې دغه کاسټر موټر په هرات کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو اړوند و.

طالبانو رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ ياد شوي برید مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب