یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعزيز الله فضلي د ملا حسن اخند په امر زنداني شوی

عزيز الله فضلي د ملا حسن اخند په امر زنداني شوی

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) ‏د طالبانو خبرې سرچينې وايي ، چې د رييس الوزرا په امر ېې د کرکټ بورډ د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیز فضلي پر کرکټ بورډ د جعلي هڅې وروسته زنداني شوی دی

د نن ټکي اسيا په نوم د طالبانو ېوې وېبپاڼې لیکلي:« فضلي چې تېره ورځ یې یو ځل بیا پر کرکټ بورډ د ولکې ترلاسه کولو جعلي هڅه کړې وه، زندان ته واچول شو.»

د کرکټ بورډ یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي چې نوموړی د رئیس الوزراء په حکم د تحقیقاتو لپاره بندي شوی دی.

د طالبانو یاده تبلیغاتي وېب پاڼه زياتوي ، چې عزیز الله فضلي تېره ورځ د یو شمېر کسانو په ملتیا پر کرکټ بورډ د کودتا هڅه کړې وه او د نامعلوم مشرتابه له لوري یې د عمومي مدیر ټاکل کېدو ادعا کړې وه.

سرچینه زیاتوي چې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان نوموړي ته کرکټ بورډ ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې او بېرته ستون شوی دی.

فضلي د طالبانو د واکمنيدو په لومړیو وختونو کې هم ځان د کرکټ بورډ سرپرست معرفي کړی و ، خو وروسته په دې اړه په درغلۍ تورن او ګوښه شو.

هغه او ورته نيږدې سرچينو د پروني موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب