یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک شوه

په دې ورځ د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک شوه

تاند- له نن څخه ۲۴۶ کاله پخوا د ۱۷۷۶ م کال د جولاای په ۴ مه د امریکا د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک شوه.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې نن دوشنبه، جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۳) د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ورځ لمانځل کیږي.

په ۱۷۷۶ میلادي کال د امریکا د ۱۳ مستعمره ایالتونو استازو له انګریزانو څخه د خپلواکۍ تاریخي اعلامیه تائید کړه. وروسته بیا همدا ۱۳ ایالتونه د امریکا متحده ایالات شول.

له ۱۹۴۱ راهېسې د جولاۍ څلورمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې عمومي رخصتي وي. امریکایان په میلو او خوشالیو دا ورځ لمانځي.

د امریکا په ډېرو ښارونو کې د خپلواکۍ په ورځ جشنونه، پریډونه او اورلوبې کیږي.

د امریکا «بنسټ ایښوونکو پلرونو» د خپلواکۍ په اعلامیه کې لیکلي: «موږ دا حقایق منو چې ټول انسان برابر پیدا شوي‌ دي، دوی ته خالق ځینې داسې حقوق ورکړي چې انکار ترې نه شي کېدای، په دغو حقونو کې ژوند، ازادي او د خوشالۍ لټون شامل دي.»

هغه وخت ښځې له نارینه وو سره برابرې نه ګڼل کېدې او د دې اعلامیې اکثریت لاسلیک کوونکو غلامان لرل او دا غلامان یې برابر نه ګڼل او نه هم دا حقونه ورکول کېدل.

د ۱۸۶۲کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د کورنۍ جګړې په درېیم کال د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ابراهم لینکن د مرییانو د ازادۍ اعلامیه لاسلیک کړه چې په کې د ۱۸۶۳ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د ټولو مرییانو د ازادیدو حکم شوی و.

له دې اعلامیې څخه دوه نیم کاله وروسته په ۱۸۶۵ کې د تکساس په ګاویستن کې یو شمېر تورپوستو مرییانو ته خبر ورکړل شو چې تاسې نور ازاد یاست. دغه رخصتي د هماغې ورځې د لمانځې لپاره منل شوې ده.

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د وړم کال (۲۰۲۰) د جون په ۱۷ د یو فرمان په لاسلیک کولو سره په متحده ایالاتو کې د مرییتوب د پای ورځ د دولتي رخصتۍ په توګه اعلان کړه.

۱۳۸ کاله پخوا په همدې ورځ یعني د ۱۸۸۴ د جولای په ۴ مه فرانسې د ازادۍ مجسمه د امریکا متحدو ایالتونو ته په پاریس کې ډالۍ کړه. دا مجسمه نیویارک ته یووړل شوه او ترلاوسه پورې د نیویارک په منهاټن کې ولاړه ده. دا مجسمه د امریکا د ازادۍ سمبول ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب