جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد کجکي د برېښنا مزی کندهار ته وغځول شو

د کجکي د برېښنا مزی کندهار ته وغځول شو

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د هلمند د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه ۱۱۰کیلوولټ نوی مزی افتتاح او په لوړ ظرفیت برېښنا ونښلول شوه.

د برېښنا شرکت د تجارتي‌ برخې لپاره د طالبانو رئیس عبدالرحمن رحماني وویل د دغه شرکت ددرې تنو شهید شویو انجنیرانو یادونه وکړه چې د همدې پروژې په بشپړولو کې یې ډیر زیار ویستلي وو، چې دوه یې د ترافیکي پیښې له امله شهیدان شول او یو یې د کار په سیمه کې شهید شو.

د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، ددې سترې پروژې په اړه وویل، دا مزي د ۶۱ کاري ورځو په موده کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو او همدارنګه د مالي اداري، تجارتي او عملیاتي همکارانو او د برېښنا ساختماني چارو اړوند کاري ټیمونو له لوري بشپړ شوي.

 د کندهار صنعت او سوداګرۍ خونې رئیس سید سرور اماني وویل، د دې پروژې له بشپړیدو سره به د صنعتي فابریکو ټکني شوي کارونه بیرته نورمال حالت ته راوګرځي او د صنعت برخه کې به هم پانګونه زیاته شي.

د بریښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، د کجکي – کندهار مزي د نوي کولو پروژه د افغانستان برېښنا شرکت د ۲۷۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د برېښنا شرکت د تخنیکي کارکوونکو په هڅو او زیار بشپړه شوې ده، چې ټول ټال د ۱۷۰ کیلومتره په واټن زوړ مزی را ټول او په همدې واټن د نوی مزی چارې بشپړې شوي.

ددې پروژې مالي لګښت له ډلې یې د مزي لګښت ۱۷۵ میلیونه افغانۍ، د انسلیټرونو، براکیټونو او اړوند تجهیزاتو لګښت یې ۸۵ میلیونه افغانۍ او د پروژې پر تطبیق ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې ټولټال ۲۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

بریښنا شرکت وایي، که دا پروژه قراردادي شرکت ته ورکړل شوې وای، نو په یو کیلومټر کې د۱۱۰ کیلوولټ مز د غځولو لګښت نږدې ۱۲۰زره امریکايي ډالره کېده، چې له کجکي څخه تر کندهار ښار پورې د ټول مزي لګښت به تقریباً ۲۰ میلیونه ډالره کېده، خو د افغانستان برېښنا شرکت وکړای شول، چې دا پروژه په کابو ۳.۱ میلیونه امریکايي ډالرو تطبیق او بشپړه کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سره ۱۶.۹ میلیونه امریکايي ډالر ګټه افغانستان برېښنا شرکت ته ورسیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب