Homeخبرونهله ملا انصاري د صالح پوښتنه؛ د وينې تنده او وحشت دې...

له ملا انصاري د صالح پوښتنه؛ د وينې تنده او وحشت دې د قرآن او حديث له کومو برخو زده کړی؟

تاند(پنجشنبه، د سرطان نهمه )‌‏‏ په کابل کې د ملایانو لویه غونډه نن په داسې حال کې پیل شوه چې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند له ملایانو څخه د طالبانو له ادعا شوي امیرالمؤمنین سره د بیعت او د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې د فتوا غوښتنې وکړې.

د هرات مشهور افراطي ملا مجيب الرحمن انصاري په خپله وینا کې د هغو کسانو د سر پرې کولو فتوا ورکړه ، چې د طالبانو پر وړاندې سر پورته کوي.

نوموړي وويل چې د طالبانو حکومت د دين د حافظانو په شهادت او رشادت په ډېرې سختۍ رامنځته شوی او په ډېرې سختۍ به له منځه ځي.

د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح له ملا انصاري څخه پوښتنه کړې ، چې د وينې د دومره تندې الهام يې د قرآن کريم او حديثونو له کومې برخې يا کوم انساني مکتب څخه اخيستی.

صالح زياتوي چې که نن ټاکنې وشي، د مدرسې دننه به یې طالب وګټي، خو له مدرسې د باندې ، د‌ مدرسې په کلي کې به ېې هم وبايلي.

صالح نوموړي ته د توندو الفاظو له کارولو سره پوښتنه کوي چې آيا د طالبانو د میلیونونو مخالفانو وژل ورته ممکن ښکاري؟

بې واکه شوی مرستيال ولسمشر زیاتوي ، چې د طالب په جرګه کې نه رسنۍ او نه په ژوندۍ بڼه نشرات شته.

د نوموړي په وينا، طالبان د بل هر ولس ضده رژيم په شان د خپل پوچ داخلي ساختار له افشا کیدو ډاریږي.

ښاغلی صالح ټینګار کوي چې طالبان ورکیدونکي او د خلکو تر پښو لاندې غورځيدونکي دي، ځکه خو په خبره ېې خلک بايد د دوی خلاف د مقاومت د هڅو ملګري شي.

ملا انصاري او نورو طالب پلوو د امرالله صالح پوښتنو او نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

يو شمېر ځوانانو په ټولنيزو رسنيو کې ويلي ، چې د ملا انصاري خبرې پر ځای دي، خو د جمهوري نظام يوه تېروتنه دا وه چې له نوموړي او ورته نورو خلکو يې سرونه نه دي پرې کړي.

د طالبانو یوه مطبوعاتي مبلغ او د ارګ چارواکي قاري عبدالستار سعيد بيا د ملا انصاري د خبرو ستاينه کړې او هغه ېې « اور ژبې عالم » ګڼلی دی.

2 COMMENTS

  1. رښتینی او حقیقي اسلام د وروري ، مینې ، عدل ، تحمل ، عفوې او د یو بل له خطا او ګناه له ګذشت نه عبارت دی .
    د خوارجو دین له سرې پرې کولو ، ظلم ، وحشت ، وژلو ، ترور ، ورانولو ، سوځولو ، اتهام او دروغو خپرولو نه تشکیل شویدی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...