لیکوال: دوایت فورو/ د کلیفورنیا پوهنتون د فلسفې استاد
ژباړن: ګل رحمن رحماني
که چېرته فلسفه زموږ د ژوند سبک وي، باید د واقعي ژوند لارښوونه راته وکړي، خو که چېرته په دې چاره کې ارسطو هم قناعت نه شي راکولی چې فلسفه په ژوند کې په کار راځي، بیا خو خپله دی هم له داسې توهماتو سره لاس او ګرېوان و چې د واقعي ژوند لپاره ارزښت نه لري.
د ګڼو هغو فیلسوفانو لپاره چې موږ یې پېژنو، فلسفه یوازې یوه فکري کرښه نه وه، بلکې د هغوی د ژوند یو بنسټیز سبک و، د سختو تصمیمونو د نیولو او د شخصي ژوند د کنټرول لپاره حکمت ګڼل کېده، په معاصره نړۍ کې چې د ژوند سبک په یوه شخصي چاره بدل شو او فلسفي اخلاقیاتو د سمو اعمالو پر توجیه تمرکز وکړ، ورسره سم فلسفې هم د عملي ژوند د لارښوود په توګه خپل رنګ وبایله، خو د وروستیو کلونو په ترڅ کې له اکاډمیکي فضا څخه وتلو مسایلو کې د فلسفې کارونه یو ځل بیا ددې سبب شوه چې د ژوند د ځانګړي سبک په توګه د پاملرنې وړ وګرځي.
د فلسفې پوهان په دې نظر دي چې که چېرته فلسفه رښتیا هم وغواړي چې د ژوند سبک شي، باید د معاصرې اخلاقي فلسفې میراث ته هم پام واړوو چې له واقعي ژوند سره چندان تړاو نه لري. د هیوم، کانټ میل او د دوی د وارثانو اثارو کې داسې عملي څه نه لیدل کېږي، خو کله چې لرغونې فلسفې په ځانګړي ډول د ارسطو د فلسفې پلټنه وکړو؛ هلته بیا د بشر د سعادت، عملي حکمت او د تر لاسه کولو لپاره یې د اړینو کیفیاتو څخه ډېر څه موندلی شو.
اوس که چېرته ارسطو هم نه شي کولی موږ په دې قانع کړي چې فلسفه زموږ په نني ژوند کولو کې په درد خوري، البته پرته د هغه د خپلو عملي کړنلارو څخه، بیا نو هغه ته یو ارمان پالی شخص او تیورسن ویلی شو چې د فلسفي تیوري یې د ورځني ژوند د تېرولو لپاره کوم ارزښت نه لري.
هغه وايي چې که چېرته انسان ( ادم) په ښه ټولنه او غوره کورنۍ کې را لوی شي، مودب، با انضباطه او دده په خبره له طبیعي فضیلتونو سره ستر شوی وي، هغه مهال کولی شي چې د دودیز تعریف پر بنسټ ښه ژوند ولري، خو په باور یې دا نه شي کولی چې بشر عالي حیات یا ژوند ته ورسوي، ځکه چې د بشر د سعادت لپاره له ژور او جامع معرفت څخه بې برخې دی او د سعادت حاصلول معنوي فضلیتونو ته اړتیا لري چې دغه فضایل یوازې او یوازې فلسفه رامنځته کولی شي. حقیقت دا دی چې د ارسطو لپاره فلسفه یوازې د ژوند سبک نه دی، بلکې د ژوند تر ټولو غوره بڼه ده او په هیله کولو ارزي، یاني داسې حیات یا ژوند چې د بشر د عقل تجلا ورته ویلی شو.
په لنډون سره باید ووایو چې د غوره او غوړېدلي ژوند د کسب لپاره د ارسطو فورمول له هغو طبیعي فضایلو څخه جوړ دی چې پر عملي حکمت ښکلی وي، د عدالت، رښتینولۍ او مېړانې لپاره خورا اړین دی او دغه معرفت باید د واقعي ژوند په شرایطو کې په درد وخوري یا وکارول شي. او مهمه دا چې دغه غوره ژوند د هغه عمر تمرین دی چې د یاد شوي فلسفي معرفت تر لارښوونه لاندې حاصلېږي.
ارسطو په خپله زمانه کې په داسې ارمان پالو چارو بوخت و چې د ورځني ژوند لپاره په درد نه خوري، خو واقعي نړۍ څه بل ډول ده، موږ له کم فهمه او متناقضو انسانانو سره زیات مخامخ کېږو، داسې افراد چې له نامعلومو شرایطو څخه اغېزناکې او مبهمې انګیزې لري. هر تصمیم ممکن په په مختلفو شرایطو کې متضادې ماناوې ولري او په ورځني ژوند کې همداسې له ګڼو استثنا اتو او ځانګړتیاوو سره سروکار ولرو چې په فرد پورې منحصرې، نه تکرارېدونکې او ناپېژندل شوې دي.
د ارسطو د لیدلوري ستونزه دلته ده چې د هغه د خوښې فضلیتونه په تجربه، تکرار او تمرین سره حاصلېږي چې اکثره وختونه د استثنا اتو په اړه ځواب نه ورکوي. سربېره پر دې لکه ده، چې اشارې کړې، عقل پر تعمیماتو ولاړ عمل دی، خو د ژوند په هر عمومي اصل کې هر وخت شونې ده چې نوي مخصوصاتو او استثنا ات را څرګند شي او ارسطو خپله هم پر دې پوهېده. په همدې اساس نوموړي د «فرونسیس» نظریه مطرح کړه چې مانا یې مصلحت یا عملي حکمت راوړلی شو.
خو دا باید دقیقا درک کړو چې کوم مهارتونه موږ ته ددې امکان راکوي څو د تازه ښکارندو پر وړاندې تل سم تصمیم ونیسو؟ که چېرته یاد شوي فضلیتونه پر تجربه او عادت ولاړ وي او د بشر د خیر ښکېڼې لپاره فلسفې ته ورتګ پر تعمیماتو تکیه کوي او له دې ډلې یو هم د نوو مخصوصاتو په درد نه خوري؛ نو د کومې جادويي وړتیا پر مټ کولی شو چې د خپلې زمانې اړتیاوې پوره کړو؟ د تازه یا ناعادي ښکارېدونو اړوند اخلاقیات او اهمیت یې ممکن په عمل کې پر تیوري جوړونه د عمل پالنې د غلبې په مانا وي.
ارسطو د فرونسیس په باب ډېر مبهم و، خو ښکارېده چې دا یو استدلالي مهارت نه دی، معکوس استنتاج، استقراء (را ایستنه) او برهان هم د فرونسیس د تشرېح ځواک نه لري، ځکه چې دا د موردونو تر منځ تشابه ( ورته والي) ته اړتیا لري، خو یوه ځانګړنه یې د تشتابه نشتوالي نا عادي والی دی، ځکه تعریف ته په پام سره نا مساعده یا ستونزمنه چاره د متعارفو مفاهیمو له دایرې څخه وتلې ده. د ارسطو د فضیلتونو او بشري نېکمرغۍ نظریه ـ چې زموږ د غوړېدو او خوښۍ اړتیا ده ـ یوه داسې موخه ده چې په سختۍ تر لاسه کېږي او د خپل وخت ځینې غوښتنې هم باید ورڅخه قربان کړو.
د ارسطو خبره دا ده چې مطلوب حیات یا فاضلانه ژوند ته ورسېږو، خو که دې ته ورسېږو هم مډرن ژوند نه شو لرلی، واقعي ژوند داسې نه دی چې یوازې د بشر خیر وپېژنې او وروسته د حسنه حیات یا ژوند د تېرولو لپاره اړین معنوي او اخلاقي عادتونه حاصل شي.
زموږ د ژوند لویه برخه له دې شیانو څخه جوړه ده: له خطر او زیانونو ډډه کول، د تصمیمونو بدلون او ورڅخه مخ اړول، د نا مطلوبو پایلو منل، ناسمې وړاندوینې، د نورو ابهامونه او حتی زموږ د خپلو انګیزو ابهام، که وړاندې لاړ شو دا هم ویلی شو چې د سمو او سالمو انسانانو کړنې او احساسات هم د وړاندوینې وړ نه دی. د هرې سناریو لپاره شونې ده چې ګڼې نامطلوبې پایلې هم شته وي او تصمیمونه مو هم هر وخت ښايي د ناپېژانده ښکارندو تابع وي.
زموږ د نقشو له منځه تلل مخامخا د فجایعو محصول نه دي، کله کله په ژوند کې ډېره نېکمرغي د تدریجي زیان او ضرر څخه د ممانعت او مخنيوي په مانا ده، موږ تر ډېره اړتیا لرو چې خپلو ناممکنو او په سختۍ حاصلېدونکو خوبونو ته د رسېدو لپاره لارې پیدا کړو، خو د برخلیک منل یا ورسره مبارزه مېړانه غواړي، زموږ شجاعت یا مېړانه معمولا اهمیت نه لري، د نړۍ د ګڼو خلکو ژوند د توهم، کړاو او نه ستړو کېدونکو هڅو یو ترکیب دی، دا شرایط کولی شي چې د انسان شخصیت جوړ کړي، خو ارسطويي نفیس فضلیتونه په کې نه شي رامنځته کولی.
د نني ژوند تنوع او زړه تنګۍ ته په پام سره د فلسفې لپاره فکري نوښت اړین دی، خو د فیلسوفانو په په انحصار کې باید نه وي. کله چې یو ارمان د پوره کېدو وړ نه وي، څنګه د یوې لارښودې کرښې بڼه خپله کړي؟ د ارسطو معنوي رغښت د ژوند له زیانونو څخه د تېرېدو یا خوندیتوب مخشص ټکی نه لري.
اوس په لنډون سره ویلی شو چې که چېرته فلسفه وغواړي چې د ژوند سبک شي، باید د یوې داسې مفکورې بڼه ولري چې موږ ته د واقعي ژوند په نا مطلوبو او بدلېدونکو شرایطو کې لارښوونه کوي، خو دا ځانګړنه یوازې فلسفي مهارت دی؟ د ناخوالو د درک لپاره فکري نوښت اړین دی، دا نوښت که څه هم د فلسفې پالنې لپاره اړین دی، خو د فیلسوفانو په انحصار کې نه دی.
ارسطو هغه عالم و چې د بشر د کمال په اړه یې هیله بښونکی لیدل لوری درلود، خو ژوند یوازې په هیله نه تېرېږي، که فلسفه غواړي چې د ژوند سبک وګرځي، باید خپلې ځينې نیمګړتیاوې هم ومني، چې دې مقصد ته د رسېدو لپاره مو ارسطو مرسته نه شي کولی.