جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ملایانو د لویې غونډې مشر: ملا هیبت الله د خلفای راشدینو...

د ملایانو د لویې غونډې مشر: ملا هیبت الله د خلفای راشدینو بېلګه ده ، کلک اطاعت یې وکړئ

تاند(پنجشنبه، د سرطان نهمه )‌‏‏ د لوېې جرګې په تالار کې د ملايانو د‌ پیل شوې لوېې غونډې مشر شیخ مولوي حبیب الله حقاني د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د خلفای راشدینو بېلګه ګڼلې ده.

نوموړي نن د ملایانو د لویې غونډې د پیل په ورځ له خلکو غوښتي، چې د نوموړې کلک اطاعت وکړي.

نوموړي له طالب مشرانو هم ځينې غوښتنې کړي او ويلي:« لومړی باید خپل عملونه او کړنې اصلاح کړو، د مادي ګټو لپاره خدمت و نه کړو، د کونډو، یتیمانو، شهیدانو او مظلومو هېوادوالو اړتیاوې او غوښتنې په نظر کې ونیسو.

موږ او تاسې به د دین او هېواد دواړو ګټې خوندي کوو.»

د ملایانو د غونډې د مشر له خبرو معلومېده، چې د طالبانو تر منځ د خپلمنځي اطاعت له نشتوالي ناراضه دی.

هغه په دې اړه وویل: «اطاعت په نظام کې مهم اصل دی، باید په ټولو امورو کې د خپلو مصلحو مشرانو، اوامرو ته په اخلاص او صدق سره غاړه کیږدو او په ډیر ښه ډول اطاعت وکړو.»

د یادونې وړ ده ، چې ياده غونډه به درې ورځې دوام وکړي.

د‌ غونډې عکسونه او ویډیوګانې تر اوسه طالبانو نه دي خپاره کړي او معلومه نه ده ، چې کومو کابل مېشتو افغان سیاستوالو ګډون پکې کړی.

د نورو جزيياتو لپاره تاند وڅارئ.

4 COMMENTS

  1. د الله لعنت دی په تاسو وحشیانو او تورو جاهلانو وی. تاسو وحشی حاهلانو اسلام ، پښتونولی، انسانیت او افغانیت وشرموه
    یوازی ستاسو په شان وحشی ځناور او تور جاهلان دددې جهالت او وحشت اطاعت لپاره راپیداشوی دی
    هیڅ یو مسلمان او رښتینی افغان ددې وحشت او تور جهالت نه ملاتړ نه شی کوی اطاعت خو ډیره لری خبره ده.

  2. خنځیر جاسوس هیبت خنځیرالله د خنځیرانو ستر لارښود دی او علاوه پردی غلام قدیانی هیبت خنځیرالله د خنځیرانو راشیدینو ستره بیلګه دی او په وحشی خنځیرانو ددی ستر خنځیرالله اطاعت فرض دی پدی باره کښی باید ددوی روزل شوو ( امریکا ، انګلیس او قدیانی پنجابی پاکستان ) باندی فشار راوستۍ شی چی دوی دوباره اصلی قدیانی ټاټوبی ته واستول شی او هلته خنځیری قدیانی ارمانونه په ځای کړۍ شی او د افغانستان خاوره ددی خنځیرانو په وسیله نوره پلیته نشی !!!!!

  3. د ټرلبانو مشر ملا غایب به اوس د دوزخ په کومه ټیټه کنده کې پروت وي ، دوی دلته ورته اطاعت او بیعت غواړي .
    له راشدینو خلفاوو سره د دغو ظالمانو ، قاتلانو مقایسه کول خپله لوی ظلم دی . دوی کوم کار اهل کارته سپارلی ، ترکاڼي د بیزو کار نه دی . دوی چې حپلخ د الله ج اوامر او هدایات نه مني ، نو ولس به څنګه هغه ومني ؟
    د ظلم کاسه آخر نسکوره ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب