سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ملايانو لویه غونډه؛ ملا حسن اخند د خپلو مخالفانو...

کابل کې د ملايانو لویه غونډه؛ ملا حسن اخند د خپلو مخالفانو پر وړاندې د فتوا غوښتنه وکړه

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د افغانستان د لوېې جرګې په تالار کې نن د طالبانو له لوري د ملايانو لویه غونډه ، چې ویل کیږي يو شمېر طالب پلوي قومي مشران او څېرې هم ګډون پکې لري ، نن سهار پیل شوه.

طالبانو د دې غونډې د رياست لپاره د شیخ مولوي حبیب الله حقاني په نوم يو کې ګومارلی، خو په اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

‏په غونډه کې د طالبانو رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند ملایانو ته وويل:« ستاسو بچيانو په تېرو شلو کلونو کې داسې قربانۍ ورکړې چي بېلګه يې نه پيدا کېږي او قربانۍ يې د دې لپاره ورکړي چې په افغانستان کې يو اسلامي نظام حاکم شي.»

نوموړي د طالب ضدو ډلو له فعاليتونو څخه په اندیښنې څرګندولو سره زياته کړه:« ‏ د اسلامي نظام په حاکميت سره ټول هغه کسان چې مخکې له مجاهدينو سره جنګېدل، وبخښل شول؛ خو اوس بيا هم هغه کسان آرام نه دي ناست. ‏دوی تېر شل کاله زموږ ولس دربدره کړ، وطن يې را خراب کړ، اوس چې لاړل او زموږ لخوا هيڅ مشکل هم نه دی ورته متوجه؛ خو بيا هم زموږ ملت ته تکليف ورکوي.»

ښاغلي حسن اخند ونه ويل ، چې جمهوري نظام ته دوی څنګه هېواد په میراث پريښی و، څه يې خراب شوي او ولس د هغه نظام له لوري څنګه دربدره شو؟

حسن اخند د طالب حکومت نیمګړتیاوې تایید کړې خو ویې ویل چې هغه فردي ستونزې دي او د دوی د ټولو استازیتوب نه کوي. « ‏ په نظام کې که يو څوک غلطي کوي او حتماً به کېږي؛ ځکه موږ او تاسو د اوس عصر خلک يوو؛ مګر بايد د یوه شخص غلطي ټول نظام ته منسوبه نه شي.»

نوموړي له ملایانو په ضمني ډول وغوښتل ، چې د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې دریځ ونيسي:« ‏ تاسو د ولس علماء او قومي مشران هغو کسانو ته چې اوس هم د اسلامي نظام په مقابل کې درېږي دا پيغام ورکړئ چې ستاسو حيثيت څه دی؟ په کوم سبب د دغه اسلامي نظام مقابله کوئ؟»

د یادونې وړ ده ، چې ياده غونډه به درې ورځې دوام وکړي.

د‌ غونډې عکسونه او ویډیوګانې تر اوسه طالبانو نه دي خپاره کړي او معلومه نه ده ، چې کومو کابل مېشتو افغان سیاستوالو ګډون پکې کړی.

د نورو جزيياتو لپاره تاند وڅارئ.

1 COMMENT

  1. زه خو طالب ته د ډیرو کنځاوو څخه نور ستړئ سوم ضمناً د رکیکو کنځاوو ذخیره می هم ختمه سوه او د ډکوَلو اِراده او حوصله ئې هم نلرم.
    امّا
    ” رجم ” به د بلی زاوئې او نقطې څخه دوام ولری.
    د غربی استعمارګرانو خصوصاً انګریزانو د ” مزدورانو ” د کلِکسیون المارۍ یا ویترین یا قَفَسه یا طاقچه ( یا هر څه چی بل کیږی ) ډیره جالبه او حتی حیرانوونکې او هیجان بخښونکې ده.
    پدې جالب کلیکسون کی د ډول ډول اشخاصو تمثال او مجسمې پرتې دی البته ډبرنی مجسمې نه بلکه اُکروباتیکی او رُباتیکی او پراکتیکی او بعضاً کارتونیکی مجسمې.
    ګیلانیان، مجددیان، پیران، تکنوکراتان، لیبرالیسټان، کمونسټان، نشنلیسټان، خُلاصه هر تخم او د هری طبقې او قشر د نمایندګانو مجسمې تر سترګو کیږی.
    تر ټولو خطرناکی مجسمې ئې ( نن سبا ) ملا عمر او د هغه مُریدان او ” هیولا اخوند زاده ” او ملا پضلو او ملا انصاری او مجائید ګڼل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب