یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د هوايي ډز په اړه څېړنه

د هوايي ډز په اړه څېړنه

مینه احمد

په امريکا کې یو شمېر څېړونکو د هوايي ډزو د خطر په اړه څېړنه کړې او وايي چې په ډېرو مواردو کې هوا ته ویشتل شوې مرمۍ تر هغو خطرناکه ده چې مخامخ د هدف لور ته ویشتل کېږي.

دوی وايي، کله چې مرمۍ هوا ته ويشتل کېږي، لومړی خو هوا په زهرو لړي.

په دويم قدم کې چې دغه مرمۍ د توپک يا تمانچې له شپېلۍ ووځي، په تېزي شاوخوا دوه ميله لوړه ځي.

کله چې مرمۍ اخري حد ته ورسېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي، خو هوا يي نه يوازې د ويشتونکي له سره، سلګونه فټه لېرې غورځوي، بلکې سرعت يې هم تر يوې اندازې کموي.

دوی وايي، کله چې مرمۍ ځمکې ته را روانه وي، سرعت يې په يوه ساعته کې څلور سوه ميله ته رسېږي او يوازې په ساعت کې سل ميله سرعت کولای شي د انسان تر پوستکي ووځي.

په نورۍ نړۍ کې د هوايي ډزو لپاره قانون دی او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ډزې وکړي، خو په افغانستان کې بيا هر چا د توپک شپېلۍ هوا ته نيولې وي.

1 COMMENT

  1. د وسله والو یو لوی حماقت همدا هوایی ډزې دی دغه سرطان او نور جلدی او دسترګو مرضونه چی بیدا شول د همدغو باروتو او چاودنو له لاسه، خو تداوی ته یی د هیواددننه امکانات نلرو . که لږ هوښیاری دی ملک ته راشی ان شاالله له ډیرو افتونو به خلاص شو نامخدا صد آفرین ډیره ښه لیکنه دی کړی خدای پاک دی اجر درکړی. دا جاهلان هوښار کړئ. باید وسله او وسله وال له وطنه ورکه شی دا یو آفت دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب