یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د منبر او لنډکروزر ترمنځ زموږ ورکه شوې پريښته

د منبر او لنډکروزر ترمنځ زموږ ورکه شوې پريښته

عبدالوحيد وحيد

په عام ډول ډيرى انسانان له واک او ورته سپارل شويو اختیاراتو څخه شخصي او سليقوي ګټه پورته کوي. زموږ په هېواد کې په تيرو دوو لسیزو کې د واک لېونۍ مينه او فساد يې څرګندې بيلګي دي، خو د عقيدوي تړون له امله هغو اشخاصو ته د پړې ګوته ډيره نيول کېږي چې د ديني ارزښتونو د ساتنې تر شعار لاندې واک ته رسېدلي وي او حکومت کوي. نن غواړم د دينپالنې له ادرس څخه د واک ترلاسه کولو، شخصي اړتیاو پوره کولو او يا هم د ځان غوښتنې په محور باندي راڅرخيدونکې انساني غريزه باندي تمرکز وکړم.

د حيرانتيا خبره نه ده چې د روحانيت د مقام له ادرس څخه ځينې خلک د خپل شخصي ژوند د سطحې لوړولو، واک ترلاسه کولو، خپل نفس څوربولو، په نورو باندې د تسلط قائمولو او يا هم واک پياوړي کولو په موخه کله کله تظاهر کوي او وايي چې د دين د خپرولو، په معنوي ښکلا باندي د ذهنيتونو د سمبالولو او په فکري بنيادونو باندي د ځوان نسل د روزلو دنده ترسره کوي، خو دغه اشخاص يا ګوندونه په خيالي جنت کې اوسيږي او کړنې يې معکوس نتایج ورکوي.

په ايران کې د يوې سروې له مخې د اسلامي انقلاب له بريا وروسته  نه يوازې ځوانان بلکې د لوړ عمر خلکو هم په تدريجي ډول له دين، ديني اعمالو او ديني ارزښتونو سره واټن نيولى دى. دا ولې لامل يې څه دى او په خلکو کې د معنويت ګراف ولې ښکته تللى دى. څه پېښ شول چې ځوانانو له معنويت سره واټن ونيوه؟  کيداى شي نور لاملونه هم ولري خو تر ټولو مهم لامل يې دا ښودل شوى دى چې عامو خلکو د خپلو  پرونيو هغو معنوي مشرانو او د نفسياتي رنځونو د معالجينو لخوا د واکمن کيدو په مهال د تاوتریخوالي قساوت او جبروتيت مشاهده وکړه چې د اسلامي انقلاب له بريا وروسته د واک په ګدئ کيناستل.

د ايران څيړنه همدلته پريږدم او په خپل هېواد کې ددغه سناریو د رامنځته کيدو اندېښنې درسره شريکوم. روحانيت او روحانيونو په ماضي کې زموږ په ټولنه کې ژورې معنوي او نفسياتي ريښې درلودې. له زيږتون تر نکاح او مرګ پورې روحانيون د ټولنې د معنوي اړخ رغوونکې ګڼل کېدل. کله به چې خلک د چارواکو له جبر او ظلم څخه تنګ راغلل او ناهيلي به شول نو روحانيت ته به يې د روحاني سکون موندلو لپاره پناه راوړه؛ محراب او منبر کې ناستو خلکو به يې درملنه کوله. زموږ د ټولنې عفيفو او پاکو ښځو به  طالبانو ته د پريښتو په سترګه کتل او مخونه به يې ورڅخه نه پټول.

اوس زموږ په هېواد کې هم روحانيون د لسګونه زرو معنويت په روحیه روزل شويو ځوانانو له  خورا درنو قربانيو  وروسته  واک ترلاسه کړ. له شل کلنې وسلوالې مبارزې څخه د يوه جګړو ځپلي هېواد او په مشرتابه باندي د بې باوره شوي ولس د مديريت دندې ته يې اوږه ورکړه. که لاملونه يې هر ډول وو خو په روحانيت باندي د ولسي باور کچه ورځ تر بلې ښکته روانه ده او لا هم دوام لري.

شک نشته چې په ټولنه کې د معنوي اړخونو ارزښت زيان وموند او زموږ  معنوي اړخ د ماديت په ګټه انډول له لاسه ورکړ. پوښتنه داده چې د ماديت او معنويت ترمنځ اړين انډول ولې له منځه لاړ؟ په هغه باور او هغه عقيده باندې څه شوه چې د منبر او محراب له ادرس څخه د خپرې شوې خبرې مخالفت به ستره ګناه ګڼل کېده؟ ولې اوس خلک له دين سره واټن نيسي؟ ولې په روحانيت باندې ملنډې وهي؟ د کليو ښځې ولې اوس طالبان پريښتې نه ګڼي؟ هغه د موعظه حسنه له لارې اسلام ته دعوتګر ملايان څه شول؟ اوس په منبر باندي ناست او په محراب کې ولاړ سپيڅلي خلک ولې بدل شول؟ او بالاخره هغه په منبر او محراب کې زموږ پريښتې لنډکروزر ته له رسېدو سره سم ولې ترى تم شوې؟

کيداى شي ځواب داوي چې د اروايې سکون موندلو مرکزونه او زموږ د ټولنې معنوي روزونکي پريښتې اوس په بديو باندي د امر کونکي نفس  لخوا د زر زور او تزویر په لومو کې ونښتل. اوس يې د مديريت او سياست په  بازار کې خپل پخوانى ارزښت بايلود او معنوي سپېڅلتيا يې ټکنۍ شوه.

له دې سره سره چې زه په ديني چاپيريال کې په ديني روحيه روزل شوى او د دين لپاره په مبارزه باندي کلک ايمان لرم خو کله کله ويريږم چې خداى مکړه داسې خو نه دى چې؛ لکه زموږ کمونستانو چې کمونيزم بدنام کړ، مجاهدينو د اسلام تر شعار لاندې د جهاد سپيڅلتيا تر پوښتنې لاندې راوسته، د ديموکراسي پلويانو خو ديموکراسي وشرموله او اوس زموږ ديني لارښوونکي هم د دين په نوم د خپلو شخصي ګټو او د واک د مضبوطولو لپاره داسې کړنې ترسره کوي چې له دين څخه د عامه خلکو د واټن نيولو لامل وګرزي؟

د ارواپوهنې ماهرين وايي؛ کله کله داسې کيږي چې په ماشومتوب کې له کورنئ مينې، د ټولنې له توجه او له ټولنيزو اسانتياو څخه محروم خلک  چې واک ترلاسه کړي، نو پرته له دي چې په خپل سرټمبه توب باندې پوه شي له ټولنې څخه د خپل پخواني محرومیت د انتقام اخيستنې په نفسياتي رنځ اخته کيږي. د نورو انسانانو له روحي او جسمي ځورولو، وينو تويولو، چيغو او فريادونو پورته کيدو څخه خوند اخلي. د دغه نفسياتي رنځ دوهم او خطرناک پړاو هغه مهال رامنځته کيږي چې په دغه رنځ رنځور انسان يا انسانان د نورو خلکو په ځورولو او کړولو معتاد وګرزي او له ځورولو پرته يې ګوزاره نه کيږي.

پورتني نفسياتي ارزونې ته په کتو د امير امان الله خان له وخته راپدیخوا د کليو او ښارونو ترمنځ کلتوري واټن ډير زيات وه او د ژوند سطحې زيات توپير درلود. طالب او ملا ته په ښاري ټولنه کې د ټولنې په اوږو باندي د دروند بار ګڼل کېده او د حقارت په په سترګه ورته کتل کيدل. په ښارونو کې انجونې پوهنتونونو زده کړې کولې دفترونو کې يې دندې ترسره کولې، خو په لرې پرتو کليو کې د ديني علماو لخوا عام ذهنيت داسې جوړ شوى وو چې په ښونځيو کې زده کوونکي لادينيت تدريس کيږي او اخلاقي فساد ته دعوت کيږي، نو ځکه به د کليو خلکو په جبري توګه ښوونځي ته د خپلو بچيانو له بيولو څخه د نجات په موخه د ښونځيو مسئولينو ته رشوت ورکاوه.

بنأً د انجونو د ښوونځيو تړل، د بنسټونو نړول د بين الافغاني سولې ترغه کول، د ټول ګډونه حکومت نه جوړول، د توندلاري پربنسټ ولاړ اوامر، په دندو باندې د ګمارنو معيار په ملي او نړیواله کچه د مشروعیت فقدان، له ولس او نړۍ سره اوسنى د تقابل حالت ديني او  تخنیکي اړخونه نه لري، بلکې  نفسياتي اړخونو، آمرانه او جبروتي ذهنيت پورتني کړکېچونه رامنځته کړي دي.

دا هغه نيمګړتياوې دي چې له امله يې نه يوازې حاکمې ډلې په ژمنو باندې د عمل کولو اسلامي اصل مات کړ، د خپل ولس او نړيوالې ټولنې باور يې له لاسه ورکړ بلکې د هيواد د انزوا اقتصادي رکود فقر لوږې او له کار لاندې د ملياردونو ډالرو پروژو د فسخه کيدو لامل هم وګرزيده. د افغانستان په شان جګړو او فقر ځپلي هېواد باندي دومره اضافي بار اچولو يقيناً فاجعه رامنځته کړه.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دیانت او بدلون
    دې کې شک نشته چې اسلامی امارت دکور دننه جزایرو ته دپاي تکی کېښو د او امنیت په ټول هېواد کې تقریبا راوست . اسلامی امارت باید خپل منشور او زعامت ته متعهد او با دیانته پاتی شی ځکه کله چې اسلامی وایو دا بیا هیڅ ډول شخصی پلمه او دانډیوالی حیله نه منی په دې تبصره کې زما هدف په احساساتی او اټکلی نظرونو ولاړ نه دی بلکی عینی واقعیت باندې رڼا ا چول، ښه ته ښه ویل او بد ته بد ویل دولس په خیر اوفلاح کاردی.زه به لومړی له تاسې سره دغه څو مثالونه شریک کړم :
    الف :دکو م خبر د صحیح ګڼلو څخه مخکې لږ تر لږه اوه کاله تحقیق وکړه.
    ب:دذلت ګټلو څخه دتکلیف منل بهتر دی حضرت علی کرم الله وجهه وایی
    ج :که شبږ میاشتې وروسته دفصل د رېبلو خیال لری نو غنم وکری .اوکه لس کاله وروسته دحاصل تمه کوی نو ونې کېږدی.او که نسلونو څخه وروسته حاصل اخلی نو انسان تر بیه کړی.
    وایی چې یوه شپه عمر بن عبدالعزیز رح ۷۰۷-۷۲۰ م د یوې ډېوې رڼاته سرکاری کاغذونه مطالعه کول چې غلام یې راغی او دکور کومه موضوع یې ورته بیان کړه . عمر ژرډېوه مړه کړه هغه ورته وویل چې ولې دې ډېوه مړه کړه.عمر وفرمایل په سرکاری تیلو باندې په شخصی معاملاتو باندې خبرې کول حرامې دی.
    داسلامی امارت تشکیلاتی اړخ ډیر کمزوری کمرنګه صم بکم عمی فهم لایرجعون حالت کېدی په ډیر ه ابتدایی کچه او سواد کې قرار لر ی چې د سرپرست وزیرانو او معینانو ګومارنه هیڅ ایین ،مذهب او دود ته
    دمنلو وړ نه دی هغه هم دبې شمیره ڼړیوالو ستونزو او فاجعو په کتار کې. چې دا هم دفساد بل ډول جوړوی
    داسلامی امارت یو وزیر له امریکې سره دوستانه اړیکی غواړی او بل یې دګواښ غونډاری ولی .عباس ستانکزی باید د خپل حکومت له غړو سره مشوره وکړی نه بهر نیوکې.
    داسلامی امارت په استازیتوب هرڅوک چې وی باید دزغم اوپوهې سالم ابتکار ولری نه اهانت اوپېغور دا له اسلام سره مغایرت لری.
    اداره فلتر کیدل غواړی او کمیسیون هڅانیدل نه پرونیو غلو ته بیرته ښه راغلاست ویل.
    بېړنی حالت دی او لس میاشتې هسې تېر ې شو ې بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد!

    • سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

      زه ستاسو له نظر څرګندونو او دريز سره مکملاً همغږى يم. ريښتيا موږ د اسلامي امارت نسکوريدل نه بلکې د سمون او بدلون پراخه پروسه پيلول غواړو. د امارت مشران باید د ولس په ژبه د امارت له مشرانو سره خبره وکړي او بيا يې هم خبره نه منل کیږي نو له ملت سره باید ستونځه شريکه کړى.
      ګمارنو کې عميقې ستونځې شته باید توجه ورته وشي. که نوم اسلامي ږدو نو کارونه به هم اسلامي کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب