یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نجونو د زده کړو مخالفت، ملګرو ملتونو پرې ۲ ط- الب...

د نجونو د زده کړو مخالفت، ملګرو ملتونو پرې ۲ ط- الب چارواکي ممنوع السفر کړل

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د طالبانو پر دوو چارواکو له دې کبله د بهرنيو سفرونو بندیزونه ولګول، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.

په دې طالب چارواکو کې يو ېې د دوی د دوی د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني او بل ‏د طالبانو د پوهنې وزارت مرستيال سعیداحمد شهیدخیل دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د نورو هغو طالب مشرانو د سفرونو په اړه ، چې مخکې منع شوي وو ، خو بيا موقتي اجازه ورکړل شوې ده ، د درېیو نورو میاشتو لپاره ورته اجازه تمدید کړه.

د شنونکو په باور ، ملګرو ملتونو په دې توګه طالبانو ته د نړیوالو او خپل ملت د اساسي غوښتنو د پوره کولو او اصلاح لپاره یو بل لنډ مهاله فرصت ورکړ.

طالبانو د یادې کمېټې د پریکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د‌ طالبانو له واکمنيدو سره دوی ميليونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه د ښوونځيو د پورته ټولګيو له زده کړو منع کړي او هم يې په پوهنتوني زده کړو کې داسې سخت دریځه قيودات لګولي ، چې ډېرو ښځينه او ان نارينه محصلينو پوهنتونونه ور پريښي.

4 COMMENTS

  1. سبحان الله ، څومره ښه خبر!
    د افغانانو د لوړو زده کړو پرضد د ټالبانو دغه وزیر نه یواځې د ټالبانو بلکې دټولو افغانانو پرضد عمل کوي ، هغه په خپله د خپل تحریک پرضد او پنجاب په ګټه کار کوي . دغه منافین د ټولو ټالبانو د بدنامي او انزوا او د افغانانو د بد اقتصادي حالت اصلي عاملین دي ، دوی غواړي چې پر افغانانو د علم او روښنایي څراغونه مړه کړي ، پنجابیان د افغانانو له جهالت نه ګټه اخلي. زمونږ کانونه او معدنیات یې چور کړل ، ځنګلونه ته اور اچوي ، د سوداګرو مېوې ، ترکاري او مالونه په بندرونو کې فاسده او له تاریخه تېروي .

  2. ملا باغی اخوند
    ډدی لپاره چې تاریخ د ملا او مدرسه حقانیه ښه ګکړ شی او ځمکه او اسمان او ټول مخلوقات در باندی لعنت ووایی وزارت نه مدرسه جوړه کړه،نور وزارتونه ټول لغو او ټول نارینه ،ځان غوندی طالبان
    وګرځوه،طالب صحت،زراعت، ساینس او تکنالوجی ته ضرورت نلری،دا څڼور بدوی ډیر حمله کوونکی موجود باید تعریف او تومنون ببعض الکتاب ؛ خپله مجموعه معرفی کړی ،ځکه چې سابقینو سره هم توافق نلری ؛او اکثریت علوم زندګی او جهادی لا نه پیژنی ؛کور ،موټر ،وسله ،لباس او نور وسایل پریږده ،پدری مغاری ته ور ستون شه،علم ،مدنیت او د خلافت تاریخ ته شا ،د دعوت ،حکمت او موعظه حسنه لار هیرَ او د جهالت پر خره سپور او هر مکتبی او پوهنتونی د حقانیه په ډانګ زغلوه ،دا شو ستا پلید علم دښمنَ تصویر او تصور۰

  3. یو څوک به را سره دا مرسته ونکړی چی زما د موبایل شمېره د طلوع تلویزیون مسئولینو ته وسپاری څو ما ته د ” تودو خبرو ” په پروګرام کی بلنه راکړی البته د طالب مالب په حضور کی؟
    زما موبایل: 0046706183058
    د وخت مخکی مننه البته وروسته هم مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب