یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپکتيا: ۵ تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوي

پکتيا: ۵ تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوي

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ ‏د ‎طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي ، چې پولیسو یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پنځه تنه د قیمتي ډبرو د غیر قانوني استخراج او قاچاق په تور نیولي.

د ياد شوي وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي ، چې له یادو کسانو څخه، ۶۰۰ کیلو ګرامه قیمتي ډبرې هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو د نیول شویو کسانو د هويت او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې ادعا کیږي ، چې ډېری پاکستانيان د خپلو ملګرو افغان طالبانو او خلاف کار په ملتيا د افغانستان په کانونو ګرځي او د قیمتي ډبرو او نورو معدنیاتو قاچاق کوي.

طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي ، خو پر خپلو لیکو ېې د پاکستان نفوذ رد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب