یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستانۍ رسنۍ: په ازاد بازار کې یو ډالر ۲۱۵ روپیو ته ورسېد

پاکستانۍ رسنۍ: په ازاد بازار کې یو ډالر ۲۱۵ روپیو ته ورسېد

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳۱ مه) پاکستانۍ روپۍ نن د امریکایي ډالر په مقابل کې دومره ولوېدله چې د دغه هېواد حکومت یې ۶ میاشتې وروسته اټکل کړی وو.

د پاکستان ای آر وای تلوېزیون وایي، دا وخت په ازاد بازار کې له ۱ ډالر څخه ۲۱۵ روپۍ جوړېږي، او د دې تر څنګه نن د ډالر – روپۍ بین البانکي نرخ هم ۲۱۲ کلدارو ته ورسېد.

د پاکستان حکومت او اقتصاد پوهانو اټکل کړی وو چې له آی اېم اېف څخه د پورونو په ترلاسه کولو سره به یې کرنسي ثبات ومومي او که ډېر بد حالت هم ورباندې راشي د روان میلادي کال د ډسمبر تر پایه ایله د یو ډالر پر وړاندې ۲۱۴ ته ورسېږي، خو د کلدارې د سقوط د مخنیوي بندونه سست شول او ۲۱۵ ته ورسېدله.

ای آی وای تلوېزیون وایي چې یوازې نن د ډالر – روپۍ په قیمت کې ۲ روپۍ او ۳ پیسې فرق راغلی دی.

افغان اقتصاد پوه سید مسعود وایي، د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) څو ځلې له دغه ډول بحرانونو څخه د خپل هېواد په راوتلو کې رول لوبولی دی، او ښایي بیا هم د خپل هېواد د اقتصاد د دېوالیه کېدلو مخه ونیسي.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له خواوشا څلور نیمو لسیزو راهیسې د افغانستان د مرکزي حکومتونو پر ضد د یاغي ډلو په جوړولو، له غرب او شرق نه د هغوی د حمایه کولو لپاره د پیسو په ترلاسه کولو سره د خپل هېواد اقتصاد جوړ ساتلی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې د خپل اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره په عاجله توګه ۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري، خو د هندوستان اېکانومیک ټایمز خبري سایټ‌ وایي چې پاکستان د خپل هېواد د اقتصاد د روغ ساتنې لپاره لږ تر لږه ۳۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.‌

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې له لس میلیاردو ډالرو څخه هم راکمې شوي او ورځ تر بلې کمېږي ځکه بهرني هېوادونه ترې پورونه غواړي او دغه هېواد مجبور دی چې په وارد شویو توکو باندې بهرنیو هېوادونو ته تادیات په ډالرو وکړي چې ورسره یې د مرکزي بانک ډالري زېرمې مخ پر ځوړ روانې دي.

دا وخت د پاکستان د بهرنیو اسعارو دولتي زېرمې ۹.۷ میلیاردو ډالرو ته راښکته شوي خو د هغه د رقیب هېواد هندوستان د بهرنیو اسعارو زېرمې ۶۴۲ میلیارده ډالر دي.

تېر کال په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، پاکستاني چارواکو ډېره هڅه وکړه څو د افغانستان هغه بانکي زېرمې چې په متحده ایالاتو، سوېس او جرمني کې په کنګل حالت کې پرتې دي، راخلاصې کړي او د خپل هېواد د را روان اقتصادي بحران مخه پرې ونیسي، خو ونه توانېدل.‌

یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې ښایي پاکستاني ادارې د ۲۰۰۱ کال په څېر چې د طالبانو د واکمنۍ په خرڅولو سره یې غربي هېوادونو په زرګونو میلیونه ډالر قرضونه معاف کړل، او له ۳۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېرې نغدې پیسې او وسلې یې ورکړلې، یو ځل بیا د افغانستان نوی واکمن امارتي نظام له هر څه سره یو ځای خرڅ‌ کړي او د خپل اقتصاد د سقوط مخه پرې ونیسي.

له نورو اسعارو سره د پاکستانۍ روپۍ د تبادلې نرخونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب