یوه شپه په اطاق کې له ملګرو سره ناست وم، هر یوه د خپل ژوند د خوږو او ترخو کیسه را اخیستې وه. له بده مرغه چې د ټولو د ژوند په ماڼۍ کې د راحتونو په پرتله د زحمتونو خښتې ډېرې وې. هغه د استاد عبدالغفور لېوال خبره د هر “افغان انسان” ژوند همداسې دی.
ښایي همدا لامل وي چې د هر ” افغان انسان” سره چې مخامخ شې لومړی یې درته پر شونډو د موسکا پر ځای د تندي ګونځې خپل مخ راښکاره کړي.
خیر؛ خبره مې د یارانو د ژوند د کیسو کوله او هغه هم په ژوند کې د پلار د قهر او مهر د کیسو؛ ځکه ما هم د دوی د کیسو لړۍ ته، د خپل پلار د یوې څپېړه کیسه ورکړۍکړه.
ځکه دا ورځ د پلار ورځ وه، هر سړي د خپل پلار درنه او د نورو سپکه ویله، زموږ په اطاق کې هم یاران په دې ورځ له فیسبوک نه ډېر متاثره شوي وو.
هغه کیسه داسې وه چې زما د واده ورځ وه، پلار مې راته وویل چې ته د بېګا ډوډۍ ته هلکان په خلکو پسې ولېږه، زه به تر هغې د نورو کارونو بندوبست وکړم.
ما هم د ښه سر ورته وښوراوه او د ده تر تګ وروسته مې هلکان له یوه سره تر بله سره پر کلي را سیخ کړل. دوی هم زما له وصیت سره سم د هر کور یو یو سړی راغوښتی ؤ.
پلار مې چې کله راغی او ویې کتل چې په خلکو کې ځینې داسې کسان هم ناست دي او لا راځي چې زموږ ورسره د ښې او بدې ورځې د پالنې هيڅ اړیکې نشته، په پالنه کې هم بیا د داسې پالنې چې دوی آن د بېګا ډوډۍ ته، د نورو خاصو مېلمنو غوندې را وغواړو، داسې اړیکې خو مو بېخي ورسره نه شته، نو ماته یې را غږ کړل چې دلته راشه! کله چې ورغلم د څو کلیوالو او همځولو په مخ کې یې راته وویل، چې دا فلانی او فلانی چا راغوښتي؟ ما ورته وویل چې ما، د ما سره یې یو دم لاس پورته کړ او په دا مخ یې پر څپېړه ووهلم، ویل یې خدای دې غرق کړه له دې عقل سره، ته دومره نه پوهېدې چې د واده پر شپه ډوډۍ ته سړی څوک څوک را غواړي څه توی خو نه دی چې ټول کلی دې را غوښتی، توی خو سبا ته دی، دا دومره خلک به اوس څوک عذروي، ته زموږ دا غریبي وګوره او ته ستا دا نخرې وګوره!!!؟؟؟
پلار مې که څه هم په دې ځای کې پر حقه ؤ، ځکه له یوې خوا غریبي وه او له بلې خوا ټولو د ترو زامنو او تربرونو ترې د غریبۍ په وجهه مخ اړولی وو او واده ته رانغلل. خو دا شېبه ځکه زما پر زړه د تل له پاره نقش شوه چې زما د ماشومتوب د واده پر شپه زما اسمان ته ختلی غرور له خاورو سره خاورې شو.