یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د هندوستان ستره ډیموکراسي او د بلدوزر پالیسي

د هندوستان ستره ډیموکراسي او د بلدوزر پالیسي

لیکنه: ظفر الاسلام خان / الجزیره

ژباړه: وحید الله هجرت

هندوستان د خپلې خپلواکې له پیله، تل دعوه کوي چې ګوندې هغه په نړۍ کې د سترې ډیموکراسۍ هیواد دی. له ټولو پټو عیبونو او څرګندو نیمګړتیاوو سره سره، نړیوال انګیري چې هندوستان رښتیا هم همداسې دی. له هغه اړي ګړي او ناورین څخه سترګې پټوي چې په ۱۹۸۴م کال کې له سیکانو سره وشو. دا هم ورته بابیزه ښکاري چې په اویاییمې لسیزې، بیا په ۲۰۰۲م کې د ګوجرات له مسلمانانو سره څه وشول او همدا اوس د هند د ناګڼلو قبیلو او طبقو سره څه روان دي؟ هند په دې ټولې مودې کې وکولای شول چې د خپل کرهڼیز او صعنتي پرمختګ د ځل بل له برکته؛ بهرنۍ دنیا په دې قانع کړه چې هرڅه سم دم دي او د اندیښنې وړ هیڅ خبره نه شته.

د ډیموکراسۍ د ټیکاو او پراختیا په لور د جواهر لال نهرو هڅې تر ډیره ځایه مثبتې او د یو ډول ملاتړ مستحقې دي، خو په عین وخت کې د تیرو پیریو د ترږمیو عاشقان ټینګار کوي چې د بهارت د مستقبل لپاره ښه ماډل، د هغه ماضي ده. دوئ فکر کوي چې د دغو پرمختللو توغندیو، الوتکو، عصري طبابت او د یو انسان په وجود کې د بل انسان د اعضاوو له پیوند څخه د هند لرغوني قوانین غوره دي. دوئ د هند لپاره هغه قوانین خوښوي چې په مانو (د سنسکریتي ژبې د دارما قانون) کې راغلي؛ چیرته چې انساني ټولنه په طبقاتو ویشل کیږي او ښځینه ذات له نر څخه کم ګڼل کیږي. همدا رنګه دغه ډول خلک د هندوستان درې رنګې جنډه د خپل هیواد لپاره بد فال بولي او پر ځای یې زعفران رنګي بیرغ ته ترجیح ورکوي.

د دغې نظریې خلکو د RSS په نوم یو غښتلې سازمان جوړ کړی؛ سیاسي څانګه یې بهارتیا جنتا پارټي (د هند د ولس ګوند) نومیږي او له ۲۰۱۴م کال راهیسې په هندوستان کې واکمنه ده. دغه خلک د « دُورْګا » عبادت کوي او هغه د ځواک معبود او إله بولي !! همدا شان د دغې عقیدې معتقدین په کال کې یوځل د وسلې عبادت هم کوي چې د زور واکۍ او برلاسې سبمول دی. دوئ دا باور هم لري چې هند / بهارت یواځې د هندوانو لپاره دی؛ مسلمانان، مسیحیان او د نورو ادیانو پیروان دلته هیڅ ځای نه لري او که پاتې کیږي، نو په هغه څه دې بسیا وکړي چې دوئ ته ورکول کیږي او اضافي غوښتنې دې نه کوي.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې چې دغه ګوند په واک کې دی، په سلګونو مسلمانان په دې تور ووژل شول چې غوا ګانې یې حلالې کړې او د هغو غوښه یې خوړلې ده. همدا رنګه په مسلمانانو باندې تور لګوي چې هندوان اسلام ته اړوي او له هندو مذهبو پیغلو سره ودونه کوي. دغه ګوند په ښوونیزو مرکزونو کې مسلمانو نجونو ته د حجاب اجازه نه ورکوي، له تعلیمي نصاب څخه هرهغه څه حذف کوي چې د مسلمانانو د تاریخ او معرفت سره تړاو لري. همدا شان د هغو ښارونو او مشهورو ځایونو نومونه بدلوي چې اسلامي بڼه لري او یا د مسلمانانو له خوا ورباندې ایښودل شویدي. په ملیونونو مسلمانان د خپل ملي هویت او تذکرو څخه محرومیږي، کورونه او دکانونه یې په بلدوزرو ړنګیږي او د اسلام د ستر پیغمبر،‌ اسلامي معتقداتو، ارزښتونو او مقدساتو سپکاوې کیږي. له مسیحیانو سره په دې خاطر ډاګیز مخالفت نه کیږي چې دلته د لویدیځو هیوادونو سفارتونه شتون لري او د هغوئ غږ اوریدل کیږي. خو مسلمانان، د بد سترګو او بخیلو انسانانو د دسترخوان د یتیمانو په څیر دي چې څوک یې د پوښتنې نه شته.

دا لومړې کرت نه دی چې په اترا پردیش کې د مسلمانانو کورونه له خاورو سره برابریږي، بلکې په کشمیر او نورو صوبو/ ایالتونو کې دغه پالیسي لا ډیره مخینه لري. په رام پور کې د جوهر د پوهنتون ډیره برخه رانسکوره شوه چې بنسټګر یې پخوانی وزیر، محمد اعظم خان دی. نوموړې ۲۷ میاشتې پرته له کومې ګناه څخه په زندان کې وساتل شو چې بیا د سترې محکمې په حکم له زندان څخه راووت.

د ډهلي ستر وزیر، کجریوال په جار سره وايي:( دلته په پلازمینې کې ۷۰ سلنه ودانۍ د جوړیدو قانوني اجازه نه لري). ولې د درد خبره دا ده چې یواځې د مسلمانانو ودانۍ او آبادي په نښه کیږي او نور نادیده ګڼل کیږي. د وروستیو دوو اونیو په ترڅ کې، د اترا پردیش ترڅنګ په لسو نورو ایالتونو «صوبو» کې د حضرت رسول اکرم (ص) د سپکاوي په ضد راوتلي زرګونه مظاهره کونکي بندیان شول او کورونه او تجارتي مرکزونه یې په بلدوزرو ړنګ شول. هندي چارواکي د بهرنیو سیاسي فشارونو په وړاندې د خپلې بیوسۍ غچ، له دغو بې کسو مسلمانو هیواد والو څخه اخلي چې غږ یې نه زور لري، نه شور.

سیاسي څارونکي په دې باور دي چې د بهرنیو هیوادونو د اعتراضونو او مخالفتونو په سیوري کې، د هندي چارواکو له خوا د مسلمانانو د رټلو او ګوښه کولو دغه پالیسي ښايي همداسې روانه و اوسي. ځکه د ۱۵٪ مسلمان اقلیت په وړاندې د ۸۰٪ هندو اکثریت خوښي او رضایت ډیر مهم دی. دغه ګوند خپل ولس په وهم او بدګمانۍ کې ساتي ترڅو په را روانو ټولټاکنو کې د دغه ګوند بریا خوندي کړي. دوئ خپل هیوادوال ډاروي چې ګوندې مسلمانان به اکثریت شي او ستاسې سیاسې واک به بیا د هغوئ لاس ته ورشي؛ کوم چې له حقیقت څخه ډیر لیری دی.

هرڅه چې وي، د واکمن ګوند له خوا دا د بلدوزر ویجاړوونکي پالیسي چې په غیر قانوني ډول په کار اچول شوې؛ د ځنګل قانون ته ورته ده. دغه د راچپه کولو او نسکورولو سیاست به د هند د سترې ولسواکۍ افسانه د همدغو ړنګو ودانیو لاندې خښه کړي.

——————————–

دا څیړنیزه مقاله د هندوستان مشهور سیاستوال او ژورنالست، ظفر الاسلام خان لیکلې او د الجزیرې نړیوالې شبکې د همدې کال د جون په شپاړلسمې نیټې خپره کړیده. ظفر الاسلام د هند د نومیالي شخصیت،‌ وحید الدین خان زوی دی چې د ۲۰۰۲م کال په اپریل کې وفات شو.

1 COMMENT

  1. د هندوستان او د هندوستان د ډموکراسۍ پر محور بحث به یو پراخ او ژور بحث چی دا ګړی ئې د مطرح کېدو وخت او حوصله یاری نه کوی.
    یوه جالبه خاطره او ننداره را یاده سوه.
    ( زما د حافظې هغه برخه ډیره ناځوانه او کمزورې ده کومه چی د اشخاصو نومونه او دقیقې نېټې ثبت او ضبط کړای سی ).
    د اتیایمی میلادی لسیزی په لومړیو کلونو ( د شوروی د تجاوز په لومړنیو دوو درو کلونو کی ) د هندوستان په پارلمان کی د بی جی پی د هندو ګوند د غړی شمېر فقط یو ؤ ( هغه هم د یاد ګوند مشر چی د ګوزی د زوی نوم ئې را نه هېر دئ ).
    دې بړوه د پارلمان په رسمی غونډه کی د شوروی ضد جنګیالیو په ویاړ او د شوروی د تجاوز د غندنی په انګېزه یو عالی شعر ( چی خپل اثر ئې ؤ ) حاضرینو ته واورېد چی البته په پارلمان کی د کانګرس ګوند او نورو چپی ګوندونو د ساړه غبرګون سره مخامخ سو خو د افغان جنګیالیو او آزادی نړۍ خلګو ډیر خوند ترې واخیست.
    دا چی د کلونو کلونو په اوږدو کی څنګه او ولی د جی بی پی ګوند دومره غښتلئ سو چی حتی د هندوستان سیاسی قدرت تر لاسه کړی او د هندوستان د تاریخ او عینیت په پاڼو کی د مسلمانو پرګنو ویاړلی او طلائی پاڼی وشکوی او انکار ترې وکړی، ډیر مرموز مرموز لاملونه کېدای سی ولری.
    په افغانستان کی د هندو – سکھ د ځورَونی د احساساتو د بیان د کیفیت
    او
    په هندوستان کی د مسلمان هندی د ځورَنی د احساساتو د بیان د کیفیت
    تر منځ توپیر دا دئ چی:
    د افغان هندو – سکھ په ځورَونه کی هیڅ اصیل افغان دخیل او ښکیل نه دئ.
    خو
    د هندوستان د مسلمان هندی په ځورَونه کی د هندی هندو لاس مستقیماً ښکیل او دخیل دئ.
    په هره توګه؛
    داسی ښکاری چی ” اومانیسټی ” افکارو خپل اصالت ! له لاسه ورکړئ وی او ټول اومانیسټی فکری – عملی مکتبونه ( لیبرال دموکراسی، مارکسیزم، کمونیزم، فاشیزم، ناسیونالیزم، کاپیټالیزم او سکولریزم او…. ) له سخت بحران سره مخامخ دی او د بشر د ژغورنی یوازنۍ لیاره د ” وحی ” په رُڼا کی د موسوی – فرعونی سناریو د پلی کولو تکرار وی البته د ” سامری ” د حذف او نفی په ګډون.
    وروستۍ خبره:
    یهودی صهیونیم = د فلسطین خاوری ته د ټولی نړۍ څخه د یهودو د کوچ پروژه.
    مسیحی صهیونیزم = د امریکا د مسیحانو د ډیری برخی د عقائدو مجموعه کوم چی د مسیح ع د رجعت یوازنۍ وسیله ( د اسرائیلو د دولت غښلتیا او ملاتړ او د مسجد اقصی ویرانی ) ګڼی.
    مارکسیسټی – لیننیسټی صهیونیزم = چی د تاریخ موزیم ته وسپارل سو.
    اسلامی صهیونیزم = د تکفیری – افراطی ډلو رامنځته کول او د نړۍ په حساسو برخو کی د نړیوال استعمار لپاره مُفت خدمت ( داعش، القاعده، پاکستانۍ تروریسټی ډلی، بوکوحرام او….. ).
    بودائی صهیونیزم = په نیامار او ټایلینډ ااو بعضاً سریلانکا کی د مسلمانانو ضد روحئې د تقوئې پروژه.
    هندو صهیونیزم: هغه څه چی نن د هندوستان په هیواد کی لیدل کیږی.
    تر ټولو مغلق او عجیب صهیونیزم: د مائوئیزم – مارکسیزم – کاپیټالیزم یو حیرانوونکئ معجون ( چینائی وضعیت ).
    دا وه د نن ورځی خبرونه او د هوا حالات.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب