یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد‌ افغان کډوالو او بې ځايه شويو ارقام ۱۱ میليونو ته...

د‌ افغان کډوالو او بې ځايه شويو ارقام ۱۱ میليونو ته ورسيدل

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ په کابل کې د‌ پناه غوښتونکو د نړيوالې ورځې د نمانځلو پر مهال، د ملګرو ملتونو استازو ویلي، چې د افغانستان د داخلي بې ځايه شويو او کډوالو کچه په چټکۍ سره له ۱۰،۵ ميليونو څخه مخ په بره روانه ده.

په دې غونډه کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد ارسلا خروټي ويلي، چې درې ميليونه افغان کډوال په پاکستان ، ۳ ميليونه نور په ايران، شاوخوا يو ميليون نور په سيمه ييزو او د نړۍ نورو هېوادونو کې مېشت دي.

هغه په هېواد کې دننه د کورنيو بيځايه شويو شمېر څه باندې درې نیم میلیونه تنه ښودلی.

طالب چارواکو له ملګرو ملتونو او شتمنو هېوادونو څخه په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پيل او په دې ډول هیواد ته د کډوالو په بيرته ستنيدو کې مرسته غوښتې.

د‌ دې ترڅنګ يې له سيمه ييزو او نورو هېوادونو څخه غوښتي، چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې ، په نړۍ کې شاوخوا سل میلیونه وګړي کډوال دي، چې افغانستان پکې د ۷ ميليونه کډوالو له ونډې سره د نړۍ درېيم ډېر کډوال لرونکی هېواد دی.

د‌ پناه غوښتونکو نړيواله ورځ په کابل کې په داسې مهال نمانځل شوې، چې اوس هم هره ورځ په زرګونه افغانان د بې کارۍ ، فقر او د طالبانو د قيوداتو او ځورونو له کبله په ناقانونه او خطرناکو لارو له هېواده تښتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب