Homeخبرونهمجاهد: ملا هیبت الله د سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو استازو سره وکتل

مجاهد: ملا هیبت الله د سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو استازو سره وکتل

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې لوی مشر ېې مولوي هبة الله اخندزاده د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د صنایعو او کانونو ګډ پلاوي، د هېواد په کچه له سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو سره وکتل.

د هغه په وينا، په دې کتنه کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور، د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمدجان احمدي او د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا هم حاضر وو.

 طالب وياند د پانګه والو او صنعت کارانو په حواله وايي، چې له ملا هیبت الله سره ېې د خصوصي سکتور د پياوړتیا او شته ستونزو لیرې کېدو په موخه هر اړخیز بحث او خبري وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې په خپله پانګه‌اچونه او صنعت کې به پراخوالی راولي.

د طالبانو د ویاند په وینا، چې لوی مشر ېې سوداګرو ته ویلي :« زموږ اسلامي امارت تل د سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.»

د طالبانو د اعلاميې له مخې،‌ مولوي هیبت الله له یاد پلاوي څخه غوښتي، چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کې رغنده ګامونه واخلي او په هېواد دننه پانګه‌ اچونه زیاته کړي چې خلکو ته کاري زمینه برابره شي او هم د هېواد د بیا رغونې په برخه کې پوره هڅې وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې د ملا هیبت الله د ښکاره کیدو له کوم عکس پرته ادعا شوې، چې هغه ټولو سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ته د اعزاز پګړۍ ډالۍ کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د دغې ادعا شوې لیدنې خبر د سوداګرو او پانګوالو له خولې نقل کړی او په دې اړه دقیق جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.

1 COMMENT

  1. ۱- مجاید همیشه دروغ ویلی او دروغ وائی اونور دروغ به هم ووائی.
    ۲- که احیاناً دروغ ئې نه وی ویلی نو دا میلمانه او د های باټولا په مجلس مشرف سوی کسان اخلاقی- ملی مکلفیت لری چی د میډیا له لیاری وولس ته پدې هکله معلومات وړاندی کړی.
    ۳- نن سبا د بګړۍ مګړۍ عزت او کرامت او برکت او حرمت تر پښو لاندی سویدئ نو هیبټولا دی دا بګریانی تر کُناټی لاندی کښېږدی او خلګ دی نه په غولوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...