یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمقاومت ډلې د کابل کارته نو کې پر ط- انو د برید...

مقاومت ډلې د کابل کارته نو کې پر ط- انو د برید ادعا وکړه

تاند( سې شنبه ، د جوزا ۳۱ مه)‌ د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې د يوې ویډیو له خپرولو سره ادعا کړې، چې د کابل ښار د اتمې ناحېې په کارته نو سیمه کې ېې د دوشنبې ورځې په ماښام ( تېر ماښام) د طالبانو د استخباراتو ادارې پر یوه موټر برید کړی.

په خپره شوې ویډیو کې یوه ډله وسله وال کسان لیدل کیږي، چې د طالبانو یوه پوځي موټر ته ېې کمین نیولی او حمله ورباندې کوي.

ځینو ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په دغه برید کې د طالبانو دوه کسان وژل شوي او دوه تنه نور ېې ټپيان شوي دي.

طالبانو د خپرې شوې ویډیو او ادعا شوې مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په کابل کې مخکې د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو يوې بلې مخالفې جنګي ډلې پر طالبانو د څو بریدونو ادعا د ځینو ویډیو ګانو له خپرولو سره کړې وه، خو د مقاومت ډلې له لوري دا لومړی ځل دی چې د طالبانو خلاف ښار ته په یوه نيږدې سيمه کې د داسې برید ادعا شوې ویډیو خپریږي.

3 COMMENTS

  1. مقاومت او مزاحمت نشته ـ هغه خلک نور د تاریخ په زباله دانیو که ګورۍ. نور نو هغه د چا خبره ” ابۍ مړه تبه یی وشکېده”

  2. که دا ټالبان او د دوی حماقت وي ، پنجاب به د مقایومت او آزادي په نوم ډېرې تروریستې ډلې ټپلې ورته جوړې کړي . دوی هم والله که د قدرت خوند څکه سمه ترې وڅکې .
    د مقاومت « یا مقایومت » تروریستي ډله د شورای نظار او مسعود په مشرۍ دا څلوېښت کاله د افغانانو په وژنو لګیا ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب