یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+عراقي هوسۍ د وچکالۍ قرباني

عراقي هوسۍ د وچکالۍ قرباني

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳۱مه) په عراق کې د سختې وچکالۍ د قربانیانو په سر کې هوسۍ دي چې نه واښه او نه اوبه مومي.

په څه کم یوه میاشت کې د عراق د جنوب په ساوال خوندي سیمه کې د هوسیو شمېر له ۱۴۸ څخه ۸۷ ته رالږ شوی دی.

د وچکالۍ له کبله هوسۍ واښه نه شي موندلی او له بلې خوا حکومت کافي سرچینې نه لري چې د هوسیو غم پرې وخوري.

په عراق کې د ورښتونو د کموالي له کبله ډیری هوسۍ نه یوازې له لوږې بلکې له تندې هم مري. د دغه هیواد جهیلونه او ډنډونه وچ شوي چې له کبله یې سږ کال کرنیز محصولات هم لږ دي.

عراقي هوسۍ، چې (slender-horned gazelle) نومېږي، په نړۍ کې د ښکرونو او رنګ له نظره کمساري دي. پخوا هم د دغو هوسیو په اړه ویل شوي وو چې نسل یې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دی. دا ډول هوسۍ د لیبیا، مصر او الجزایر په دښتو کې هم موندل کېږي خو ډېرې لږې.

عراقیان وايي چې په ترکیه کې د بندونو د جوړېدو له کبله د دغه هیواد د اوبو اندازه کمه شوې ده.

د اقلیمي بدلون له کبله، چې پایله یې وچکالۍ او د اوبو کموالی دی، اټکل کېږي چې د راتلونکو کلونو د جګړې اصلي عامل به اوبه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب