دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان هر کال شاوخوا ۳۵۰ ميليونه ډالره د وارداتي برېښنا بیل پرې...

افغانستان هر کال شاوخوا ۳۵۰ ميليونه ډالره د وارداتي برېښنا بیل پرې کوي

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) د طالبانو د اقتصاد وزير قاري دین محمد حنیف وايي، چې افغانستان هر کال شاوخوا ۳۵۰ ميليونه ډالره یوازې د وارداتي برېښنا له اړخه ګاونډيو هېوادونو ته ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د نوموړي په حواله ویلي، چې افغانستان ته د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې لسګونه میلیارده ډالره راغلل، خو اساسي کارونه ونه شول، چې د هېواد اقتصاد وژغوري.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو په اړه ويل کيږي، چې د وارداتي برېښنا له پلوه ګاونډيو هېوادونو نه ډېر پوروړي دي.

د‌ دغو پورونو دقیقه اندازه نه ده رسنیزه شوې.

د طالبانو د واک ته رسېدو په لومړیو وختونو کې يو شمېر ګاونډيو هېوادونو پر افغانستان د خپلې برېښنا د پرې کولو خبرداری ورکړی و، خو طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما په ګډون ځینو نړیوالو ادارو څخه د دې ستونزې په سمدستي حل کې مرسته غوښتې وه.

2 COMMENTS

  1. د کرزي د خیانتونو له جملې نه یوهم د شاکر کارګر او خوردضابط اسمعیل خان مقرري په داسې حساسو او مسلکي وزاتونو کې وه چې له ایرانه ئې زاړه ډیزلي جنراتورونه وپېرودل او بیا کباړ شول.
    د افغانستان اوبه د مفته ګاونډیو هېوادونو ته روانې وي ، د سلما او کمال خان یا درونټې بندونو اوبه د څوک نه مهاروي ، په مچلغو کې د اوبو د بند محافظ د ټالبانو له خوا په 82 توپ ویشتل ، د نورو بندونو د جوړولو د کار مخه نیول ، ټوله هغه ملي خیانتونه دي چې د ګران افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په مقابل کې کیږي .

  2. باید پدی خیانت کی همدا راغلی د انرژی پخوانی معین او د برشنا شرکت پخوانی ریس امان غالب ونیسی او ددی پر ځای بیرته لاړ شی باید همدا معین او نور مخکین وزیران او د اوبو او انرژی معینان او برشنا شرکت ریسان عدلیی او قضایی ارګانونو ته معرفی کړی ترڅو راتلوونکی بیا ځلی دا ډول خیانت ونکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب