دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهیوناني پولیسو یو افغان پناه غوښتونکی وواژه

یوناني پولیسو یو افغان پناه غوښتونکی وواژه

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) ترکي رسنۍ وايي چې یو افغان، پناه غوښتونکی، چې غوښتل یې د یونان خاورې ته واوړي، د یونان د پوله ساتو په ډزو ووژل شو.

ترکي رسنیو د خپل هیواد د میریچ ښار د پولیسو په قول ویلي چې افغان پناه غوښتونکي غوښتل چې د ترکیې له خاورې یونان ته ننوځي خو یوناني پوله ساتو پرې ډزې وکړې او له کبله یې سخت ټپي شو چې وروسته یې په روغتون کې سا پرې کړه.

له وژل شوي کس سره ۷ تنه نور ملګري هم وو خو پر هغوی مرمۍ ونه لګېدې او مجبوره شول چې بېرته د ترکیې خاورې ته وګرځي.

یوناني چارواکو دا ادعا دروغ بللې او ویلي یې دي چې ترکي رسنۍ د یوناني پوله ساتو په اړه هر څه موده وروسته جعلي خبرونه خپروي.

که څه هم یونان له ترکیې سره د اوږدې دښمنۍ په خاطر د دغه هیواد د رسنیو راپورونه ردوي خو په یونان کې له پناه غوښتونکو سره بد چلند په ځلونو د بشري حقونو ملاتړو ډلو هم غندلی دی.

یونان لوېدیځې اروپا ته د افغان، عراقي، سوري، ایراني او حتي پاکستاني کډوالو د لارې لومړی ټپال ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب