تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي د روسیې د جشن ورځې په مناسبت، په کابل کې جوړې شوې غونډې ته ويلي، چې حکومت ېې روسیې سره پر ښو اړيکو وياري.
په کابل کې د روسیې سفارت د دغې غونډې د عکسونو او راپور له خپرولو سره د ښاغلي ستانکزي په حواله لیکلي، چې روسیه د سیمه ییز امنیت په تامینولو کې د طالبانو ښه ملګری او د باور وړ متحد دی.
په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف ويلي، چې دوی تل د افغانستان ښه ملګري وو او د پراختيا او ودې لپاره یې تل همکارۍ ته چمتو دي.
په ټولنيزو رسنيو کې د عباس ستانکزي خبرې د خلکو مختلفو تبصرو سره مخامخ شوي.
د طالبانو ځینو منتقدینو دوی نه پوښتنه کړې، چې که د روس او امریکا په ګډون د ټولو هېوادونو همداسې ښه ملګري وئ او چاسره مو دښمني نه وه، نو دا څلور لسیزې تاسې او نورو جنګي ډلو ولې د « جهاد» په نوم پرلپسې خلک وژل او هېواد مو ورانوه؟
مخکې د طالبانو د حقاني شبکې مشر او د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني ويلي وو، چې دوی امريکا ته د خپل دښمن په سترګه نه ګوري، بلکې ښې اړيکې ورسره غواړي.
د پورته خبری متن د پای لخوا د دوهم پراګراف په هکله عرض کړم:
هر ملی فکر او هره ملی او وطنی کړنه خپل ځانته زمانی – مکانی ارزښت او اهمیت لری.
اولاً شوروی او روسیه دوه بېل بېل مفاهیم او هر یو ځانته خپل هویت او ماهیت درلود او لری.
ثانیاً د شوروی په وړاندی هر اړخیزه مبارزه د افغان او ټولی آزادی نړۍ یو مکلفیت او رسالت ؤ.
راسئ ددې هندسې تصویر پخپل ذهن کی ترسیم کړو چی:
که د ثور رهبرانو یو د بل سره خونړي فکری اختلافات نه درلودای او همدارنګه که د شورویانو د نظامی تجاوز
( چی اجتناب نه منونکئ ؤ ) په وړاندی نړیواله اجماع او نړیوال مقاومت نه وای تر سره سوئ نو نن ورځ به زموږ ټولنی او حتی زموږ نژدې او لیری ګاونډیانو د لینینزم په تور او تاریک سُپ کی سُکان غورځولای.ممکن یوه ګوله ډوډۍ او سرپناه مو درلودای ( لکه د شوروی اتباعو چی درلوده ) خو نور به مو ټول مادی او معنوی ژوند حیوان غوندی وای.
بناً
د شوروی سره ښکر په ښکر کېده د پښېمانۍ خبره نه بلکه د ویاړ خبره وه.
سره لدې
د شوروی پلوه رژیم تر نسکورېدو وروسته موږ باید د شوروی د سرماتی وارث ( روسئې ) سره ښه دوستانه روابط رغولی وای چی البته غربی امپریالیسټانو دې کار ته پرې نه ښولو.
بله ظاهراً ترخه خبره:
د امریکې لخوا زموږ د وطن د اشغال ماهیت اصلاً د شوروی د اشغال ماهیت ته ورته نه ؤ. که څه هم امریکائیان مُرده ګوان هم لوی استعمارګران دی خو موږ ور څخه د ځان په ګټه ډیره ګټه اخیستلای سوای خو د هغوی ناځوانی دا وه چی هم ئې د حکومت او دولت په بطن کی ښکرور او اغزن ټاپوګان را ته وشیندل ( دوه سری حکومتونه، قومی او تباری او سمتی او حاکمیتی او حتی دولتی ضد غورځنګونه ئې را ته وتراشل ) او هم ئې د نورو ستراتژیکو استعماری ګټو د خوندی ساتلو د دوام په موخه د مقاومت او امریکائی ضد! تقلبی او مصنوعی قوه ( طالب ) را ته جوړ کړ.
نو خبره می دا ده چی زموږ ملی ستونزه نوره هم پېچلې سوېده ، له یوې لخوا د روسئې سره د سالمی دوستۍ لیواله یو خو خنډونه را ته جوړ دی د بلی خوا د طالب رژیم د رسمیت پېژندنی د پروسې د اِحیاء د خنډ سره مخامخ دئ چی البته دا دواړه او یا واړه ( ټول ) خنډونه را ته انګریز او امریکې او چین زېږولی دی.
کاشکی زموږ په هیواد کی د وولس د ارمانونو او هیلو د بلورینی چینې څخه داسی یو سالم او معقول حکومت را منځته سی چی د روسیانو سره د پراخی او ژوری دوستۍ د کارټ څخه پر غربیانو باندی د فشار پتوګه کار واخلی څو هغوی مجبور کړی چی د افغانستان – روسئې – چین – امریکې په مدار کی یوه متوازنه قوۀ جاذبه حاکمه سی.