یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېد روسانو تکراري تېروتنې | بصیر عاصم

د روسانو تکراري تېروتنې | بصیر عاصم

کله چې په دویم نړیوال جنګ کې نازي جرمنانو د روسې د استعمار په هدف د روسانو د تصور خلاف پراخ عملیات پیل کړل روسانو ته یې بیله یو ځانوژونکي مقاومته بل انتخاب پرېنښود. د یوې خوا د ازادۍ احساس د بلي خوا د استعمار پر ضد انګېزه پر سر یې بې رحمه رهبري ددې باعث شوه چې په ختیځه اروپا کې روسان وتوانېدل چې د نا ماتېدونکو نازیانو د پرمختګ مخه ونیسي د لویه بخته پر لوېديزه اروپا د ایتلاف قواو درانه تهاجمي عملیاتو روسانو ته موقع ورکړه تر څو برلین ته ځان ورسوي. دا چې نازي جرمنانو یو ستر قوت فرانسه په یوه میاشت کې له پښو غورځولې وه روسانو ځانونه د دې جګړې اتلان وبلل د همدې ځایه روسانو د نړۍ د زبر ځواکۍ ته د بل هر چا ځانونه مستحق وبلل او د لودیځ سره په سړه ښکیل شوه. خو په افغانستان کې د روسانو د ماتي سره سم د روسيې اتحاد د ځنځیر کړۍ هم و شکېدل چې دې سره روسانو د زبرځواکۍ پر ځای خپل تمرکز پر خپل اقتصاد او ځانبساینې ور ټول کړ څلور لسیزي ورسته چې کله ډیکتاتور پوتین ځان په اقتصادي نظامي او معاصري جنګي ټکنالوژۍ د لوېدیځ سیال ولیدی یو وار بیا یې د ستر قدرت فکرونه زهن ته راغلل، تر منځنۍ اسیاختیځې اروپا، منځنی ختیځ، منځۍ اسیا، افریقا بیا تر جنوبي اسیا یي د سیاسي، نظامي او اقتصادي د نفوذ د پراخولو او د لوېدیځ د ګټو ننګولو ته ملا وتړل.

هغه څه چې روسان یې هڅول؛

روسانو له ډېرو طبیعي اقتصادي منابعو سره سره چې د دې هیواد د اقتصاد ملا تیر ګڼل کیږي په نظامي ټکنالوژۍ کې هم له لوېدیځ سره د سیالۍ ډګر ته را ووتل، هغو هیوادونو ته یې په پراخه او دلوېدیځ په نسبت ارزانه صادرات پیل کړل چې خپل نظامي صنعت نه یې درلودی یا نسبتا روسي صنعت ته ضعیفه وه.

د روسانو لویه تېروتنه؛

لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا چې د روسانو پر مختک ته یې خپلو ملې ګټو مقابل کې د جدی تهدید په سترګه خو په زغم او حوصله کتل د یوې دا سي تېروتنې ته په انتظار وه چې روسان د افغانستان د یرغل پر مهال  بیا د پښو  وغورځوي. روسانو چې په نظامي لحاظ ځان د لوېدیځ سره سیال ګڼلی وه په دې هڅه کې چې خپل د نفوذ ساحې پراخي نړۍ دوه قطبي کړي پر اوکراین بې موجبه بلاتوجیه یرغل پیل کړ..

پر اوکراین د یرغل په پیل کې داسي انګېرل کېدل چې کیف به د روسانو د پاره پر دسترخوان ایښې مڼه وي دا ځکه د روسيې خپلې نظامي ټکنالوژۍ ته په پراخو تبلیغاتو ان خپل ځانونه  هم تېر ایستي وه ، خو پر اوکراین د یرغل اوجګړې په جریان کې ثابته سوه چې د روسان د یوې سترې اشتباه، کاذب غرور لودیځ ته نسبت ضعیفې جنګي ټکنالوژۍ، د اوکراینیانو په اړه ناسم تصور، د اوکراینیانو د ازادۍ انګېزې، د خپل هویت او حریت د بقا د پاره د سخت مقامت سره چې ان روسانو یې تصور نشوای کولای مخامخ شوه.

لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا د روسانو پښو غورځولو د پاره ددې لوی فرصته بل څه غوښتل؟ داچې روسانو د امریکایانو جال ته د خپل غرور او کاذب قوت په تصور ور ټوپ کړه څان یې د امریکا په اختیار کې ور کړ او تر هغه چې د روسانو د سرونو یې د زبرځواکۍ تصور نه وي ایستلی په اسانۍ به اجازه ور نه کړي چې ددې لومې ووځي هغه چې پوتین په لوی لاس ځان ته جوړه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب