دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+له حیرانوونکي محبسه حیرانوونکې تېښته

له حیرانوونکي محبسه حیرانوونکې تېښته

تاند- دا د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا ایالت د سن فرانسیسکو په خلیج کې یو کوچنی ټاپو دی چې الکاتراز (Alcatraz Island) نومېږي او له وچې سره څه باندې دوه کیلومتره واټن لري. دا ټاپو په دې خاطر په نړۍ کې ډېر مشهور شوی چې له اوس څخه پوره ۶۰ کاله پخوا ورڅخه درې بندیان په ډېر مهارت وتښتېدل.

د دغو درو بندیانو کیسه هم حیرانوونکې او له هیجانه ډکه ده او د ډېرو فلمونو او سریالونو لپاره یې سوژې برابرې کړي دي.

تښتېدلي بندیان

د فرانک موریس لې، جان اکلین او کلارنس انګلین په نومونو (وروستي دوه وروڼه وو) درې بندیان وتوانېدل چې د الکاتراز بیروونکي او خورا سخت ساتل کېدونکي مجبس څخه وتښتي.

که څه هم د محبس چارواکو وویل چې تښتېدلي بندیان په خپله هڅه کې ناکامه شوي او په سمندر کې ډوب شوي، خو داسې هیڅ سند یا نښه یې وړاندې نه کړای شوه چې خپله دا ادعا ثابته کړي.

د درو بندیانو له تېښتې نیمه پیړۍ وروسته د هغوی کورنۍ ادعا وکړه چې بندیانو له تښتېدو وروسته پوسټکارد ونه لېږلي او د خپلې روغتیا او سلامتۍ ډاډ یې ورکړی وو.

له محبسه د بندیانو له تښتېدو د خبر له خپرېدو وروسته ډله ډله خلک دې ځای ته راتلل او ټابو ته یې په دوربینونو کې کتل.

بندیانو په خونه کې داسې سوری جوړ کړی و.

دوی ساتونکي په دې ډول تېرایستي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب