Homeخبرونهد کورنيو چارو وزارت یو پخوانی رییس هېواد ته ستون او انس...

د کورنيو چارو وزارت یو پخوانی رییس هېواد ته ستون او انس حقاني سره لیدلي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏‏د طالبانو چارواکي وايي، چې ارتباط کميسيون په هڅو ېې د تير نظام د کورنيو چارو وزارت د ملي پوليسو د کوپراتیف پخوانی رييس تورن جنرال محمد انور کوهستانی هېواد ته راستون شو.

د طالبانو د ياد شوي کمېسيون وياند احمدالله وثیق ويلي، چې نوموړي پرون د تماس کميسيون د ارتباط څانګې له مسول انس حقاني سره وليدل او د طالبانو له لوري يې د نوموړي د تود هرکلي ستاینه وکړه.

د جمهوري نظام پر مهال د کورنيو چارو وزارت سلاکار ادریس ستانکزي بيا د طالبانو د دغه ټویټ له شریکولو سره لیکلي:« د کورنیو چارو وزارت دغه جنرال یو لوی غل و، هغه د جمهوريت پر مهال د سل میلیونه افغانیو د اختلاس له کبله د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست نیولی و. غله او خاینان په هره دوره کې قدردان وي؋.

طالبانو او خپله دغه جنرال په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې نیږدې هره ورځ طالبان، له هېواد څخه د يوه مخکيني چارواکي د بیرته ستنیدو خبر ورکوي.

د دغې لړۍ منتقدین وايي، چې را ستنېدونکي کسان تر ډېره د خپلو شتمنيو او ملکیتونو د خونديتوب لپاره را ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...