Homeخبرونهد خوست د جلغوزیو ځنګل، اور وژلو ته ېې يوازې ولسي خلکو...

د خوست د جلغوزیو ځنګل، اور وژلو ته ېې يوازې ولسي خلکو اشر کړی

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏‏په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکي، چې د دې ولايت د جلغوزیو د یوه مهم ځنګل د اور وژنې لپاره د ځايي خلکو اشر پیل شوی.

د خوست د کرنې رياست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالصمد وايي چې دغه اورلګېدنه د یکشنبې په ورځ سهار وختي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د موسی خېل او قلندر ولسوالیو په اړوند د «لنډي کلي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

‏مولوي عبدالصمد همدارنګه وايي چې د سیمې اوسېدونکي د دغه اور د مخنیوي او وژلو لپاره لاس په کار شوي او تراوسه د حکومت له خوا اقدام نه دی شوی.

ځایي خلکو له حکومت څخه غوښتي، چې په دې برخه کې په جديت او عجلې سره لاس په کار شي.

څه موده مخکې د نورستان او کونړ دوو ځنګلونو هم اور اخیستی و.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم له یادې اور لګېدنې وروسته وویل، چې د ځنګلونو د ساتلو لپاره ځانګړې قطعې جوړوي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د افغانستان د مختلفو ځنګلونو د وهلو او قاچاق خبرونه هم زيات شوي، خو طالب چارواکي يې په کلکه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...