دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمجاهد: کابل کې د داعش خلاف پراخ عملیات ترسره شوي

مجاهد: کابل کې د داعش خلاف پراخ عملیات ترسره شوي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۲۳ مه) ‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی ځواکونو پرون ناوخته په کابل کې د داعش ډلې خلاف، د هغوی پر یوه پټنځای پراخ عملیات ترسره کړي.

د هغه په وينا، په عملیاتو کې د یوسف په نوم د داعش يو مهم قوماندان ووژل شو او د محمد اغا په نامه يو بل مهم کس یې ژوندی ونيول شو.

مجاهد زياتوي:« ‏دا د هغه ګروپ مهم کسان وو چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې په مساجدو، خانقاو او د برق په پايو بريدونه وکړل.»

د طالب ویاند په وینا، له ژمنې سره سم د دوی په ضد پراخ عمليات وشول، چې ډير مهم او کليدي کسان یې وژل شوي او نیول شوي دي.

د طالبانو وياند ويلي چې د دې عملياتو بشپړ او مستند راپور به په نږدې راتلونکي کې نشر شي.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون او تېره اونۍ په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د طالبانو د دوو څو ځايي مشرانو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي، چې د داعش خلاف سيمه ييزو جګړو کې يې مهم رول درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو يادې ډلې ته د بشپړې ماتې اعلان کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب