جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ د نړۍ تر ټولو کلک لپ ټاپ جوړ شو

 د نړۍ تر ټولو کلک لپ ټاپ جوړ شو

تاند- پاناسونیک یو لپ ټاپ راباسي چې د نړۍ تر ټولو کلک لپ ټاپ بلل کېږي او چارج تر ډېره ساتي.

پاناسونیک کمپنۍ وايي چې د ټف بوک په نوم دا ۱۴ اینچه لپ ټاپ یې تر ټولو لپ ټاپونو، چې تراوسه دې کمپنۍ او نورو جوړ کړي دي، کلک یا مقاوم دی.

دا لپ ټاپ، چې د میزیم د ترکیب پوښ لري، تر نژدې دوه متره ژورو پورې د اوبو په وړاندې مقاومت لري او د دوړو او خاورو د نفوذ په وړاندې هم مقاومت لري.

پاناسونیک کمپنۍ وايي، دا لپ ټاپ د هوا د شدید بدلون او د لمر د وړانګو په وړاندې هم ډېر مقاومت لري او له همدې کبله د هغو کسانو لپاره مناسب دی چې په لوړو سیمو کې اوسي.

د پاناسونیک د دې ماډل لپ تاپونو بله ښېګڼه دا ده چې د خپلو مخکینیو ماډلونو په پرتله یې سکرین پراخ دی او په عین حال کې یې وزن په مجموع کې کابو ۴۵۰ ګرامه لږ دی.

دا لپ ټاپ د کاروونکي په خوښه په (Blu-ray) ډرایف یا (DVD) کار کوي. همداراز یوه اضافي بیټرۍ پکې نصب کېدای شي او په هغو ځایونو کې چې برېښنا نه وي تر ډېرو ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

د دې لپ ټاپ لومړنۍ بیه ۴ زره ۸۹۹ ډالره ټاکل شوې او په روان پسرلي کې به بازار ته د پلورلو لپاره وړاندې شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب