جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاندونیزیا او مالیزیا د هند سفیران د اسلام د سپکاوي په خاطر...

اندونیزیا او مالیزیا د هند سفیران د اسلام د سپکاوي په خاطر احضار کړل

داودجبارخیل
اندونیزیا او مالیزیا په خپلو هیوادونو کې د هند سفیران د اسلام پیغمبر ته د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) د دوو چارواکو د “توهین” له امله احضار کړل.
د عرب نیوز د راپور له مخې، د هند سفیر په داسې حال کې احضار شوی چې د دې پېښې له امله په عربي او اسلامي نړۍ کې غوسه راپارېدلې ده.
تر دې مخکې د منځني ختیځ څو هېوادونو هم د هند سفیران احضار کړي وو.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ای اېف پي ته ویلي، په جاکارتا کې د هند سفیر منوج کمار بهارتي د دوشنبې په ورځ احضار کړی شوی.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي چې اندونیزیا د اسلام د پیغمبر په وړاندې د دوو هندي سیاستوالو له خوا د “نه منلو وړ” سپکاوي څرګندونې په کلکه غندي.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت هم د هندي سیاستوالو لخوا د سپکاوي څرګندونې په کلکه غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، “مالیزیا په هند غږ کړی چې د اسلاموفوبیا د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي او د سولې او ثبات په ګټه د پارونکي عمل مخه ونیسي.”
په یوه بیان کې، د اندونیزیا د علماو شورا لوړ پوړي اجرایوي رییس، نوتو عبدالحکیم، د شرما څرګندونې “غیر مسؤلانه، حساسیت پاروونکې او زیانمنوونکي” وبللې او ویې ویل چې د بی جې پي د مشر څرګندونې د نړۍ د مسلمانانو احساساتو ته زیان رسول دي.
تر دې مخکې سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC)، قطر، کویټ، پاکستان او نورو مسلمانو هېوادونو د بهارتیه جنتا ګوند (BJP) مشره نوپور شرما د اسلام د پیغمبر په اړه د “دردناکو” څرګندونو په خاطر غندلې وه.
د لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند په هند کې د مسلمان اقلیت پر وړاندې په تبعیضي سیاستونو تورن شوی دی.
له بلې خوا، بی جے پی د یکشنبې په ورځ وویل چې نوپور شرما ځنډول شوې او “د هر مذهب  اشخاصو” ته د ګوند سپکاوی یې غندلی دی.
د هند واکمن ګوند ویلي، د بي جي پي یو بل مشر، نوین جندل، په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام په اړه د نامناسبو څرګندونو له امله له ګوند څخه ایستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب