یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي جنرال: امریکا په افغانستان کې د تروریزم په مخنیوي کې له...

امریکايي جنرال: امریکا په افغانستان کې د تروریزم په مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ ده

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵مه) د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پخوانی قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، د متحدو ایالتونو پوځ په داسې حال کې چې په افغانستان کې حضور نه لري په دغه هیواد کې د تروریزم د مخنیوي په هڅو کې له نامطمین وضعیت سره مخامخ دی.

جنرال ووټل، چې د ۲۰۱۶ له مارچ څخه د ۲۰۱۹ تر مارچ پورې د سینټکام عمومي قوماندان و، له بهره په افغانستان کې د تروریستي ضد بریدونو په اړه شک له واشنګټن ایګزماینر خپرونې سره په مرکه کې څرګند کړ.

ده وویل:«فکر کوم لومړی شی دا دی چې موږ باید یقیني کړو چې ظرفیت لرو او زه باور نه لرم چې لرو یې. زه اوس په حکومت کې نه یم، نو نه پوهیږم…. یوازې احساس کوم چې ستونزه مو لا حل کړې نه ده او یا لام د ځواب په لټه کې یوو.»

د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته له بهره په افغانستان کې د تروریستي هدفونو د ویشتلو پرېکړه کړې خو تراوسه پورې یې له بهره په افغانستان کې هیڅ ډول عملیات نه دي کړي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا په افغانستان کې نه یوازې دوست حکومت له لاسه ورکړی بلکې په دغه هیواد کې له نژدې د تروریستي دلو د څارلو وړتیا هم له لاسه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب