چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد ملا هیبت الله تازه سپارښتنې، زما خبرې د شرعي احکامو حيثيت...

د ملا هیبت الله تازه سپارښتنې، زما خبرې د شرعي احکامو حيثيت لري، هماغسې یې عملي کړئ

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) ‏د طالبانو وياند وايي، چې لوی مشر يې ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د کندهار له ځايي چارواکو سره لیدلي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې کتنه کې ملا هیبت الله خپلو طالبانو ته هر اړخیزې خبرې، لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱/۲۴- د علماء کرامو د خبرو یاداښت او لحاظ کوئ، عمل پرې کوئ؛ ځکه چي عمل ورباندې نه وي بېرته هیریږي او له الله ج څخه یې

‏د عملي کولو لپاره د توفیق غوښتنې دعا وکړه.

۲/۲۴- سپارښتنه درته کوم، چې زما خبرې داسې یاداښت کوئ او عمل پرې کوئ لکه د شریعت یو حکم.

۳/۲۴-د افغانستان اسلامي امارت پرمختګ په اطاعت او پیروي کې دی؛ نو د خپلو امیرانو اطاعت کوئ، که مو اطاعت ونه کړ کامیابي مو په ناکامۍ بدلېږي.

‏۲۲/۲۴- د غټو ټلیفونونو استعمال کم کړئ، انټرنیټ ته زیات وخت مه ورکوئ؛ ځکه چې قیمتي وخت مو ضایع کوي او هم به مو له لازمو دیني معلوماتو څخه بې برخې کړي.

۲۳/۲۴- د خپلو سرونو وېښتان د شریعت مطابق جوړ کړئ، له زیاتو اوږدو څڼو څخه ډډه وکړئ.

‏۱۲/۲۴- ټول یو د بل په کارونو کې همکاري کوئ او په خپلو منځونو کې اختلافات مه کوئ.

۱۳/۲۴- یو د بل په کارونو کې مداخله مه کوئ؛ دا تکبر دی.

۱۴/۲۴- د قاضیانو قدر او درناوی کوئ.

۱۵/۲۴- زاړه مجاهدین مه شاته کوئ، د مجاهدینو د قربانیو قدر او عزت وکړئ؛ شل کاله یې مبارزه وکړه.

‏۲۴/۲۴- تاسي ماته دُعاګاني کوئ زه به تاسو ته دُعاګاني کوم او پر مسلمانانو دا لازمه ده، چې د خپل امیر لپاره به د صلاح دُعا کوي، امام ابوحنیفه رح د مذهب معتمد کتاب درالمختار کې لیکلي دي:«ویجب ان یدعی له بالصلاح»

‏۶/۲۴- نیمګړتیاوي مو اصلاح کړئ، تېروتنې مه کوئ، ځکه که یې اصلاح نه کړئ، نظام او ولس ته تاوان اوړي.

۷/۲۴- لکه څنګه چې مخکني خلک الله ج واخیستل، که موږ هغسې کردار وکړو، نو موږ به هم الله ج واخلي.

‏۴/۲۴- زما به داسې اطاعت کوئ لکه د شریعت د یوه حکم او د افغانستان د اسلامي امارت دا یو ځانګړی صفت دی، چې اطاعت پکې شته دی.

۵/۲۴- د افغانستان اسلامي امارت ټول فرمانونه پر خپل ځان عملي کوئ او د ولسوالیو ټولو مسؤلینو او هر وګړي ته یې رسوئ.

‏۱۰/۲۴- شخصي نیتونه وغورځوئ، تل عدالت کوئ او هم د عادي خلګو په څېر ژوند وکړئ.

۱۱/۲۴- د بیت‌ المال د ټولو اسبابو او وسایلو زه او تاسې وکیلان یاست، د مصلحت په ځای کې یې باید مصرف کړو او داسې ساتنه یې باید وکړو، لکه د خپل شخصي مال.

‏۱۹/۲۴- د خپل صف تصفیې ته پاملرنه تل کوئ او بدو خلګو ته په خپلو صفونو کې ځای مه ورکوئ، ځکه بد اشخاص د مشرانو نوم بدوي.

خپل لمونځونه په جماعت سره کوئ او په خپلو کوټو کې سبقونه «دیني درسونه» پيل کړئ.

‏۲۰/۲۴- د مجاهدینو د پوهې سطحه لوړه کړئ، سمینارونه ورته جوړ کړئ، په اداري اصطلاحاتو یې بلد کړئ.

۲۱/۲۴- کومو ولسوالیو کې چې مدرسې نه وي، ژر تر ژره یې جوړې کړئ.

‏۱۶/۲۴- دیتیمو ماشومانو لپاره چې پلرونه یې شهیدان شوي دتعلیم زمینه برابره کړئ،که مو دا کار وکړ نظام به لا ټینګ شي.

۱۷/۲۴- له بې‌ ځایه تصویرونو او ویډیوګانو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ او مه خلک ورته ترغیبوئ.

۱۸/۲۴- په خوراک او نورو چارو کي اسراف مه کوئ او دبل چا څخه تحفې هم مه اخلئ.

‏۸/۲۴- له عالمانو سره تل په اړیکه کې اوسئ، د مدرسو له مسؤلینو او اُستادانو سره تل همکاري کوئ او تل ورسره ناستې کوئ.

۹/۲۴- د خپلو امیرانو عیبونه د خلکو په مخ کې مه وایاست او مه هم په خپلو منځونو کې شکایتونه کوئ.

د يادونې وړ ده، چې له دې سپارښتنو څخه ملا هیبت الله د خپلو احکامو د نه تطبيق له کبله نهيلی ښکاري.

هغه تر دې مخکې هم په ځلونو د طالب جنګياليو د اوږدو څڼو د کمولو، علماوو سره د ښو اړیکو، ساده ژوند، د بیت المال د ښې ساتنې او نورو مسايلو په اړه احکام ورکړي وو، خو لیدل کیږي چې عملي شوي نه دي.

ځينې منتقدین بيا وايي، چې په دې اړه د سپارښتنو د نه عملي کیدو اصلي دلیل د اصلي ملا هیبت الله نه موجوديت او پر ځای یې د کوم بل کس پټه ناسته او د چارو مشري ده.

طالبانو بیا داسې ادعاوې تل رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

2 COMMENTS

  1. “ ‏۴/۲۴- زما به داسې اطاعت کوئ لکه د شریعت د یوه حکم او د افغانستان د اسلامي امارت دا یو ځانګړی صفت دی، چې اطاعت پکې شته دی”.

    افغانانو مبارک موشه اوس به د سامیری یعنی د ای ایس ايی دلاس جوړ شوي خوسکی چی د کرنل هیبت الله په شکل کی يی جوړ کړی ډیر ژر ده چی عبادت يی شروع کړۍ.
    که په خوښه مو ورله عبادت نه کاوه نو د ډانګ او ټوپک په زور درباندی دا کارکوی

    اوس نو افغانانو اختیار ستاسو په لاس کی دی چی د ای ایس ای په لاس جوړ شوی خوسی په الوهیت قبلوۍ او عبادت يی کوۍ او که د موسی ع په څیر د سامری دا شیطانی خوسې دړی وړی کوی

  2. Loper ته
    هغه متل دی چی وايی پیستکی سپی خپل ټیز ته غاپی
    تاسی هم لکه د پیستکو سپو بی له دی چی ځان په خبره پوه کړی خپلو تیزونو ته غاپۍ او په خپلو خیرنو واسکټونو کی مو د ځان سره رنګارنګ ټاپی ساتلی او په خلکو يی لګوۍ
    د هغو ملی خاینانو چی افغانستان يی دی حالت ته رارسولی مخاف یو او ددې وحشت او تور جهالت هم مخالف یو

    د افغانستان سره چی هرچا خیانت کړی او کوی يی مونږ ورته د خاینانو په نظر ګورو .
    الحمد لله خپل ټول عمر می خپل شخصی کار کړی او خپل ځان او فامیل ته می حلاله روزی پیداکړی ده چی د
    الله تعالی نه پری شکر ګزار یم

    د هغو مړ ضمیر و په څیر نه یو چی د اسلام مقدس دین يی په تور بازار خرڅ کړی او دپنجاب د بلاربو میخو په شان يی د پردو په جوټو خیټی راپړسولی دی

    تالبان ترټولو لوی خاینان او د افغانستان دښمنان دی ځکه چی د وۍ افغانستان ترټولو لویه سرمایه چی زمونږ راتلونکی نسلونه دی د تیارو کندو ته اچوی او د اسلام او د شریعت په نوم په افغانستان وحشت او تور جهالت حاکموی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب