جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د سفیر په کوربه توب د افغانستان په اړه د...

د پاکستان د سفیر په کوربه توب د افغانستان په اړه د سیمې د سفیرانو غونډه شوې

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان، چې ګڼ افغانان یې په افغانستان کې د پاکستان وايسرای ( د افغانستان اصلي واکمن) بولي، په کابل کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د سفيرانو غونډه جوړه کړې ده.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې ياده غونډه یې په خپل سفارت کې جوړه کړې او د ایران، ترکېې، ازبکستان، ترکمنستان هېوادونو او اسلامي همکاریو سازمان سفیرانو پکې برخه لرله.

پاکستاني سفير ويلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې، ثبات، پرمختګ او ورسره د سیمې د تړاو په اړه خبرې شوي.

د منصور احمد خان په خپاره شوي عکس کې د افغانستان طالب چارواکي نه ښکاري.

د طالبانو زياتو منتقدینو د‌ دغې غونډې په اړه مختلف بحثونه کړي.

یو شمېر کسانو ويلي، چې پاکستاني سفير له دې غونډې سره خپل مخالف هېواد هندوستان ته، چې په کابل کې د سفارت د بیرته فعالولو پلان لري، په ډاګه کړه چې په کابل کې به د پاکستان د سفارت تر چتر لاندې فعاليت کوي، ځکه طالبان د پاکستان د سفارت تابع خلک دي او ټول افغانستان اوس د پاکستان يوه نا اعلان شوې مستعمره ګرځیدلې ده.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

منصور احمد خان تر دې مخکې د طالبانو ګڼ چارواکي خپل دفتر ته احضارول او د کارونو په اړه یې خبرې ورسره کولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب