یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا ځانګړي استازي له افغان سیاستوالو سره د لیدنو او بحثونو...

د امریکا ځانګړي استازي له افغان سیاستوالو سره د لیدنو او بحثونو لړۍ پيل کړه

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) ‏د افغانستان د سولې د نیمګړي بهیر د بشپړولو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د افغانستان د ‌روان ناورين د حل په موخه له افغان سیاستوالو سره د ليدنو او بحثونو لړۍ پيل کړه.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې تازه یې د هندوستان د سفر په ترڅ کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي.

د نوموړي په وينا، دواړو لوریو له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو، د ترهګرۍ ګواښونو، د بشري حقونو د نقض مخنیوي، په ټولنه کې د مېرمنو د بنسټيزو حقونو او به هېواد کې د بشردوستانه وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

ټام ويسټ زياته کړې، چې په راتلونکي کې به هم له افغان سیاسي مشرانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

هغه د هغو سياستوالو نومونه نه دي اخيستي، چې دی به ورسره لیدنې او مشورې ولري.

د‌ متحده ايالاتو د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې له امریکايي چارواکو وغوښتل، چې طالبانو سره په تعامل کې له نهيلي کیدو وروسته اوس د پرزولو لپاره د طالبانو د مخالفو مقاومت ډلو ملاتړ وکړي.

معلومه نه ده، چې متحده ایالات به د طالبانو پر وړاندې د څه ډول پالیسۍ لرلو پرېکړه وکړي، خو څه موده مخکې يې د بهرنيو چارو وزارت وياند طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې دش ښځينه وو پر وړاندې د خپلو ځپونکو قیوداتو د نه اخيستو په صورت کې به د امریکا او د امریکا د متحدینو له نوو بندیزونو سره مخامخ شي.

پرون د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم د امریکا يا بل کوم هېواد له نوم اخیستو پرته انديښنه وښوده، چې د ښځو پر وړاندې د قیوداتو له کبله ممکن ځينې هېوادونه پر افغانستان نوي بندیزونه ولګوي، چې زيان به يې عام ولس ته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب