یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط البانو د نجونو د ښوونځیو لپاره ۸ کسیزه کمېته جوړه کړې

ط البانو د نجونو د ښوونځیو لپاره ۸ کسیزه کمېته جوړه کړې

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) د طالبانو حکومت وايي، یوه اته کسیزه کمېټه یې جوړه کړې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لار هواره کړي.

د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په وینا د دوی د حکومت د سترې محکمې ريیس عبدالحکیم حقاني به د دې کمېټې مشري په غاړه لري.

ده زیاته کړه، دې اته کسیزې کمېټې، چې دیني عالمان پکې شامل دي، له شپږم ټولګې پورته نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې یو لړ کارونه کړي او تمه ده چې په نژدې راتلونکې کې دا ستونزه حل شي.

د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نجونو ښوونځي بند دي. دوی تېر کال ژمنه کړې وه چې د ژمي له رخصتیو وروسته به ښوونځي بېرته پرانیزي خو د حمل په درېیمه په داسې حال کې چې زده کوونکي ښوونځیو ته تللي وو، طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته وویل چې بېرته کورونو ته لاړې شي.

د طالبانو دا اقدام په داخل او خارج کې له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

3 COMMENTS

  1. فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون۰
    امنیت راوستل او خڼډونه لیری کول د حکومت کار دی،حجاب مراعاتول زموږ د خویندو کار دی چې
    مروج دی،ضعیف نکات له نصاب لیری کول او احسن بدیل راوستل د نصاب دکمیټی کار دی،چی توقف نه منی ،حلال او حرام یا مشروع او نا مشروع ،ټول بیا خصوصاََ معلمان یی پیژنی ۰
    نه پوهیږم دا مجهول مشکل چې تعلیم او تعلم یی درولی ،او اسلام او افغان شرموی؛ایا د حکامو تربګنت دی؟ ګو زوری یا زورګویی ده؟ که بدویت؟الحمدلله د امت دعلماوو ګڼ تالیفات شته ،
    پوهنتونونه کتابخانی لری،دسلف صالح له عقایدو او نظریاتو را نیولی تر اوسنی متبحرو،معتبرو علماوو تالیفات چی علمی ارزښت یی د امت معتبرو علمی مراکزو منلي،هرڅه شته،نو دا کوم مجهول دی چې له ټولو پاتی او زموږ طالبان یی حل کوی؟

  2. په اسلامي شریعت او اسلامي فقه کې هېڅ کوم شی مبهم نشته ، ټول واضیح دی . په یونیم میلیارد مسلمانانو کې چې په 59 اسلامي هېوادونو کې مېشت دي ، یواځې 2000 تنه د پنجاب روزل شویو تش په نوم ملایانوکې لا داسې ګنګس او له دنیا نه نا خبره انسانان پاته دي ، چې تراوسه نه پوهیږي ، علم فرض دی او که د کلتور یوه برخه ده ؟ دا ګنګس مخلوق یې بیا پر ګران افغانستان حاکم کړی دی . د دوی مشر چې ویل کیږي څوکاله پخوا هلاک شویدی ، له قبره لومړی ملا صادق خان او هغه پنجابي وایسرا صادق خان ټالبانو ته فرمانونه او اوامر رالیږي . الله تعالی د مونږ ته له دغه عجیب او غریب مخلوقه نجات راکړي .

    • بریال صیب ډیر ښه موضوع ته مو اشاره کړی، تاسو د طالبانو شمیر شل زره لیکلی تقریبا همدومره ده خو خیر ده د طالبانوشمیر به پنځه چنده نور هم زیاد یعنی سل زره او د نړی د مسلمانانو شمیر یو ملیارد او شپږ سوه ملیونه ده ، یعنی یوزر او شپږسوه ملیونه ( ۱۶۰۰ ملیونه ) اوس دی یو په ریاضی پوه لوستونکی معلومات راکړي چی سل زره طالب په نړی کی د یوملیارد او شپږسوه میلونه مسلمانانوڅو سلمه راځي ؟ د ما د محاسبی پر اساس به ښائی % ۰،۰۰۰۲ یعنی د نیم سلنی نه لږ دي معنا دا چی د نړۍ مسلمانان، نجونو تعلیم او حجاب په باره کی یو نظر لري او طالبان چی د نړۍ د مسلمانانو 0.0002 , % برخه تشکیلوی د نجونو تعليم او د مېرمنو حجاب ه اړه خپل خاص نظر لري او اوس غواړي چی خپل نظر پر ۳۵ ملیونه افغانانو باندې په زوره وتپي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب