سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+چین به ژر تر ټولو ستر ټیلسکوپ فضا ته ولیږي

چین به ژر تر ټولو ستر ټیلسکوپ فضا ته ولیږي

تاند- چین وايي، خپل لومړنی تر ټولو ستر ټیلسکوپ به ښايي په ۲۰۲۳ م کال کې جوړ او فضا ته ولیږي.

دا نوی ټیلسکوپ به «د چین د فضايي تمځي ټیلسکوپ» نومېږي. دا به تر ډېره د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې «هبل سپېس ټیلسکوپ» ته ورته وي خو لینز به یې یو څه پراخ وي.

په د۲۰۲۱ م کال چین په مدار کې د نوې فضايي تمځي لومړني مواد ځای پر ځای کړل، بیا یې د سږ کال په لومړیو کې د اسماني ډبرو یا شهابونو د څارنې د جوړولو پلان اعلان کړ. اوس غواړي چې ټیلسکوپ په فضا کې ځای پر ځای کړي.

د دې ټیلسکوپ لینز به ۶.۶ فوټه قطر ولري چې شاوخوا ۲ متره کېږي نو تر ډېره به د امریکا له هبل ټیلسکوپ سره ورته والی لري.

هبل تراوسه پورې ډېر مهم معلومات ناسا ته ورکړي دي.

د بشر لپاره تر ټولو ښه دا ده چې د نړۍ ستر قدرتونه په داسې مواردو کې سیالي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب