Homeخبرونهاروپايي استازي ط - انو ته د سولې په برخه کې د...

اروپايي استازي ط – انو ته د سولې په برخه کې د مشورې چمتووالی ښودلی

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) د طالبانو د کورنيو چارو د وزير مولوي سراج الدين حقاني سر ياور‌ مولوي عبدالرحیم ثاقب د اروپا د سولې انستیتوت له استازي ماریان زومبیلیو سره ليدلي.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د امنيتي مسايلو په اړه بحثونه او خبرې شوي.

مولوي ثاقب د دغې ليدنې پر مهال د هېواد امنيتي وضعيت ښه بللی او د داعش او نورو ډلو موجوديت يې فيسبوکي تبلیغات بللي دي.

د اروپايي ټولنې د سولې انستیتوت استازي بيا د سولې لپاره پر اجماع ټینګیدو ټینګار کړی او ویلي، چې دوی د سولې په برخه کې طالبانو ته مشورې ورکولای شي‌‌.

د طالبانو د کورنيو چارو د وزير يادې څرګندونې په داسې حال کې کړي چې داعش ډلې د کابل د نړيوال هوايي ډګر پر سړک د طالبانو د پخواني رهبر ملا اختر محمد منصور د وژل کيدو د شپږمې تلین غونډې د مراسمو د پای ته رسیدو پر وخت د شوي ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه اخيستی او د بريدګر اسناد يې خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...