جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+شېرخان ناشر او د افغانستان د شمالي ولایتونو پۀ اقتصادي بدلونونو کې...

شېرخان ناشر او د افغانستان د شمالي ولایتونو پۀ اقتصادي بدلونونو کې د هغۀ رول

لیکوال: کاندید اکادمیسین ا. سیستانی
ژباړن: سیلانی
ځينې پښتنې څېرې چې د افغاني دولت د صوابدید لۀ مخې د هېواد شمالي ولایتونو ته لېږل شوي وې، د دندو تر څنګ یې نۀ هېرېدونکي خدمتونه هم تر سره کړي دی. لۀ دې ډلې یو هم شيرخان خروټی (د نوموتي سندر غاړي فریاد دريا نيکۀ) ؤ.
لازمه ده چې د هندوکش پۀ شمال کې د یو خدمتګار شخصیت، شېرخان خروټي یادونه وکړم. ښايي دا مطلب د ډېرو لپاره پۀ زړۀ پورې وي. شېر خان د هېواد پۀ شمال کې یو لۀ هغو خدمتګارو پښتنو څخه دی چې پۀ نوم یې د تاجکستان او افغانستان تر منځ یو بندر نومول شوی دی. دا بندر د آمور سیند د پاسه جوړ شوی دی او افغانستان لۀ تاجکستان سره نښلوي.
شېرخان ناشر پۀ قوم خروټی (غلزي) او د خروټي قوم یو لۀ مخورو څیرو، خانانو او د ځمکو درلودونکو کسانو څخه ؤ. دی د شاه غازی امان الله خان او نادرخان معاصر ؤ. وروسته لۀ دې چې حبیب الله کلکاني مشهور پۀ بچه سقوه د نادر خان لۀ لوري ماتې وخوړه، د شېرخان ځواکونه د سقوي یاغیانو د مهارولو پۀ موخه د افغانستان پۀ شمال کې و ګومارل شول. شېرخان هغه سقوي اشرار او باسم چیان چې مشري یې ابراهیم لغي کوله او د بچه سقو څخه یې ملاتړ کاوۀ، سرکوبه کړل او ځينې یې د آمو سيند څخه هاخوا تېښتې ته مجبوره کړل. نادرشاه د امنیتي وضعیت د استقرار پۀ موخه يو فرمان ولیکۀ چې پۀ هغۀ  کې شېر خان او د هغه ځواکونو ته پۀ کندوز کې د دایمې اډې د جوړولو او پاتې کېدو امر وکړ.
 شېر خان پۀ ۱۳۹۰ شمسی کال د کندوز د والي پۀ توګه ګومارل کيږي. غلام سرور ناشر چې د شېر خان لۀ زامنو څخه دی، پۀ کندوز کې ځينې مرکزونه لکه: د شېر خان بندر، د سپن غر غوړیو د تولید شرکت، سپین زر هوتل، د شېرخان لېسه او ځينې مراکز جوړ کړل. خو لۀ بده مرغه شېرخان د علیحضرت محمد ظاهر شاه د ترۀ هاشم خان لۀ لوري پۀ شهادت ورسېدۀ.
« مندیګګ وېپانه» لۀ صفیې حلیم څخه چې یوه پښتنه څېړونکې او لیکواله ده داسې نقل کوي: یوه پېړۍ وړاندې د شېرخان خروټي پۀ نوم یو کس د غزني لۀ قره باغ څخه هند ته ولاړ، هلته یې پۀ خپلو شخصي پیسو تجارت پیل کړ او لۀ  هغه ځای څخه مرکزي آسيا او روسیې ته ولاړ او پۀ سمرقند کې یې نایابه دیني او تاريخي آثار پيدا کړل. هغۀ نوموړو کتابونو ته د فارسي ژبي ژباړونکي و ګومارل تر څو هغه نایابه کتابونه فارسي ژبې ته وژباړي. کله چې شاه غازي امان الله خان د شېرخان لۀ دې ستر خدمت څخه خبريږي هغه را غواړي او د نوموړو کتابونو د چاپ لپاره ورته د معارف درجه یک مډال د « ناشر » پۀ نوم ډالۍکوي.
 شېر خان ناشر پۀ شقوي دور کې اسماعیل خان دېرې ته ځي او د نادرخان پۀ دور کې لومړی د اورګون د ولسوال پۀ توګه او وروسته د بدخشان او قطغن د نایب الحکومه پۀ توګه ګومارل کيږي. شېر خان ناشر د بخارايي باسمه چیانو لۀ تصفيې وروسته پۀ کندوز ښار کې ښاري پلانونه پلي کوي. هغه د سړکونو، د تلیفون پایو او د غوړیو د شرکت ( روغن پنبه دانه ) په جوړلو سره  کندوز ښار ته یوه نوې بڼه ورکړه همدارنګه شېرخان د خپل شرکت کارکونکو ته کور، کلینیک او ښوونځي هم جوړ کړل.
شېر خان پۀ ۱۹۳۰م کال د قزل قلعه ځمکې د یو د تجارتي بندر لپاره چمتو کوي او د ګمرک لپاره دفاتر، د مامورینو لپاره کورنه، ښوونځي او کلينيکونه جوړوي. چې لۀ دې کار وروسته همدا تجارتي بندر د شېر خان پۀ نامۀ یاديږي. ددې کورنۍ تر ټولو مشهوره هنري څهره فرهاد دریا دی، چې پخپل جادویي غږ د انسان زړۀ آرامه کوي.
وروسته لۀ دې چې د سپین زر غوړيو فابريکه د سرور ناشر خروتي لخوا پۀ کندوز کې فعاله شوه، نو د بغلان او کندوز خلکو د پنبې یا مالوچو او لبلبو زراعت ته مخه وکړه او پۀ شمال کې پښتانه ناقلینو د خپلو زحمتونو پۀ نتیجه کې شاړې او وچې ځمکې پۀ حاصلخېزو ځمکو تبديلې کړې او لۀ دې لارې څخه د ښۀ ژوند خاوندان شول.
پۀ دې کار سره هغه زموږ د ژبې یو مشهوره متل پۀ دې بڼې ته واوښتۀ « اګر مرد میخواهی قندوز برو!» لۀ همدې مهاله وروسته پۀ شمال کې، پۀ ځانګړې توګه پۀ کندوز او بغلان کې ځمکو خپل لوړ ارزښت تر لاسه کړ، ځکه پښتنو ناقلینو پۀ يادو ځمکو کې ډېر هڅې وکړې ترڅو ښۀ حاصلات ورکړي، چې همداسې وشول.
د افغانستان د ملي وحدت دښمنانو د خلکو ترمنځ داسې منفي تبليغات کول چې ګواکې پۀ افغانستان کې د پښتنو واکمني ددې لامل شوې ده چې پۀ شمال کې د تاجیکانو او ازبیکانو ځمکې پۀ زور او جبر د جنوب پښتنو ته ورکول شوي دي او باید دا ځمکې بېرته لۀ پښتنو څخه واخستل شي او دوی خپلو اصلي سيمو (د هندوکش جنوب) ته ولېږدول شي. لۀ بده مرغه ددې تبليغاتو پايله داسې شوه چې پۀ شمال کې د پښتنو قومي سیاست تصفيه د جمعیت اسلامي او جنبش ملي د قوماندانانو لخوا ترسره شوه پۀ پورتنۍ برخه کې ورته نغوته شوې ده.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    په څلورم پاراګراف کې د کال په لیکنه کې فکر کوم سهو شوې:
    د ۱۳۹۰ پر ځای به ۱۳۰۹ وي (ځکه د نادر خان پاچايي وه او د سکاو بچه له مینځه تللی و). مڼنه.

  2. سلام
    ددکتور ساپی تاریخ سم دی. دایوه منطقی خبره ده چې هر انسان کمی او کاستی لری هیڅوک سل په سلو بشپر نه دی را به شو دلوی خان تاریخ ،کار ، خدمت ،وطندوستی او مخورشخصیت ته وګوری چې لاتر اوسه یی لکه دآمانالله غازی نښې اونښانې شتون لری.لوی خان کندز تخار او حتی بغلان ولایت ته له حکومتی چارواکو ډېر اوچت کارونه کړی دهغه خدمت دتعلیم او تربیې څخه نیولې بیا کرهنې،انکشاف دهات،اوسپین زر شرکت پراختیا او نورې عام المنفعه موسساتو پورې له دولتی سیستم څخه اوچت ول.لوی خان اوپه تیره بیا سرور ناشر داټول کارونه بیا ډیر ښه مدیریت کړی. دناشر خدمت زموږ له بهرنیو فارغانو (انجینیر، داکتر، مشاور اونورو مسلکی )بې نومو سره د مقایسې وړ نه دی دغه ملت باید لږ سترګې رڼې کړی هغو چې هیڅ نه دی کړی چیغی او نارې وهی . چې زموږ اس دخان کره وتړی!
    سرور ناشر دډیرو خلکو په څېر بخیل انسان نه وه هغه غوښتل چې دخانی ترڅنګ دغه ولس ته خدمت وکړی هغه هرقوم او طایفې ته وفادار وه. هغه دوخت له پاچا سره متناسبه انډیوالی درلوده.هغه له دیرو حکومتی او غیرحکومتی کسانو څخه کارکړی هغه یو ماهر ،متدین او ملی نر خروټی وه نسبت امین ته.مېړنی دی چې یادیږی!
    فریاد نه بلکې فرهاد دریا دهغه په موقف او شخصیت کې دیوه سندرغاړی او مچ اهمیت لری چې خانان دفرهنګ به لحاظ موسیقی اله غږونکی ته « ډم» وایی. دا زما شخصی نظر نه دی خواصیل خانان په دې باور دی.
    سرور ناشر زړه ور دیبلومات وه هغه دفرانکفورت المان ښارکې ژوند کاوه دعبدالرحمن پژواک غونده کی یی له ماسره ډیرې خبرې وکړلی او بیا وروسته به المان کې وفات شو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب