Homeخبرونهط - انو د کابل د ښکلو هنرونو د پوهنځي مجسمې ماتې...

ط – انو د کابل د ښکلو هنرونو د پوهنځي مجسمې ماتې او ځينې تدريسي څانګې وتړلې

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳)د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي يو شمېر سرچينو افشا کړې، چې طالبانو په دغه پوهنځي کې يو شمېر مجسمې ماتې کړي او ځینې تدریسي څانګې تړلي دي.

ويل شوي، چې ماتې شوې مجسمې د ښکلو هنرونو پوهنځي د مجسمه جوړونې د ټولګي اړوندې وې.

طالبانو د دغو مجسمو د ماتولو تر څنګ د ښکلو هنرونو د پوهنځي د موسیقۍ او مجسمو جوړولو څانګې هم تړلي دي.

د یاد شوي پوهنځي د نورو څانګو برخليک هم لا نه دی معلوم.

سرچينې وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د ښکلو هنرونو د پوهنځي نيږدې نيمايي محصلين نهيلي شوي او زده کړو ته نه حاضريږي.

طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال یې د خپل لومړني رهبر ملا محمد عمر مجاهد په امر د بامیانو څو لرغونې بودايي مجسمې ونړولې، چې دا عمل یې د افغانستان له فرهنګ سره ستره دښمني وګڼل شوه.

طالبانو د خپلو دغو تازه کړنو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...