سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون ټاکل شوی

د لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون ټاکل شوی

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) د طالبانو د واکمنۍ ځینو سرچینو رسنيو ته ويلي، چې د هېواد د وضعيت په اړه یې د لوېې جرګې د جوړولو کمیسیون ټاکلی.

د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور، چې له افغاني شخصیتونو سره د دوی د اړیکو او بیرته راستنیدو کمیسیون مشرې هم کوي، د دغې جرګې په اړه ويلي، چې د خلکو استازي او سیاسي څېرې به ورته وبلل شي.

نوموړي زياته کړې:(( یوه لویه جرګه به وبلل شي، چې ټول افغانان به پکې شامل وي. هغه افغانان، چې په سوله، امنيت او د نظام ټینګښت او د افغانستان په پرمختګ کې اغېز ولري، دوی ټول به پکې ګډون ولري)).

د طالبانو واکمنۍ د دغې جرګې، چې مخکې ېې د « لوېې غونډې» په نوم ورڅخه يادونه کړې، د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې یو شمېر افغان سیاستوالو له طالبانو غوښتي وو، چې لویه جرګه جوړه او د افغانستان د ستونزو د حل او پریکړو لپاره ملت ته مراجعه وکړي.

اوس د دغې جرګې او د طالبانو د نیت په اړه د شکونو خبرې شوي او د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډلې په ګډون ځینو لوریو د دغې‌ بلل شوې لوېې جرګې مخالفت کړی دی.

1 COMMENT

  1. څوک چی د افغانیت له پلوه دومره نامرده وی چی قبرونه الوځوی او حتا له اسلام بی خبره د مړو قبرونه خرابوی، ملی ارزشونه نه پېژني، دپردیو دلاس آله وی ، نو دجرګی دوکه یی ملت نشی غولولای دا هسی یوه دوکه ده
    جرګه ماران او ولسی سپین ږیری او مشران یی لامخکی تیرو شلو کلو نو کی یو یو ترور کړی دی. ملت اوس بی مشره پاتی دی.. د ټولو واڼې تښتیدلی وږی بی مشره او متفرق ملت به جرګه له کومه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب