Homeخبرونهشېرخان بندر بېرته د سوداګرو پر مخ پرانیستل شو

شېرخان بندر بېرته د سوداګرو پر مخ پرانیستل شو

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) په کندوز کې ځايي چارواکو د افغانستان- تاجيکستان تر منځ د ‌شېرخان بندر د بیرته پرانیستلو خبر ورکړی.

 د دوی په وینا، دا تجارتي بندر له څه باندې دوه اونۍ تړل کیدو څخه وروسته د دواړو هېوادونو د ګمرکي چارواکو د مذاکراتو په پایله کې د سوداګرو او مالونو پر مخ یې پرانیستل شوی.

 طالب چارواکو ويلي، چې تاجيکستاني چارواکي له دې وروسته د افغانستان د ويزو له تر لاسه کولو سره افغانستان ته راشي او سوداګريزه راکړه ورکړه ولري.

د یادونې وړ ده، چې یاد شوی بندر د طالبانو او تاجيکستاني چارواکو د ځینو اختلافاتو له کبله تړل شوی و.

تاجیکستان او طالبان ښې اړيکې نه سره لري، ځکه دغه هېواد د طالبانو په خلاف د پنجشېر د مقاومت ډلې یو شمېر مشرانو ته پناه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...