Homeخبرونهد هرات پر فصلونو ملخانو برید کړی دی

د هرات پر فصلونو ملخانو برید کړی دی

تاند(سې شنبه، د جوزا ۳) د هرات ځايي چارواکو د دې ولايت پر فصلونو د ملخانو د څو ورځینیو پرله پسې بريدونو خبر ورکړی.

 ‏‏د‌ هرات د ‌کرنې‌ او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو رييس ويلي، چې د ملخانو دغه برید له څو ورځو راهيسې پیل شوی.

د‌ هغه په وينا، د‌ ملخانو د را پیدا کیدو اصلي دلیل له څو ورځو راهيسې لګیدلی توپان دی.

سرچینه زیاتوي، چې د ملخانو پر ضد یې په ځینو سیمو کې دوا شیندلې،‌ چې د ملخانو د له منځه تلو سبب شوی.

له دې سره، په ځینو سیمو کې د ملخانو د بریدونو له امله د ډېرو کرنیزو فصلونو د زیانمنیدو خبر ورکړل شوی.

تر اوسه د دغو ملخانو د راتلو اصلي سیمه او دغه راز د متضرر‌ شویو فصلونو اندازه نه ده په ډاګه شوې.

ځايي کروندګرو دوی سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...