دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهامرخېل: افغان سياستوال امتيازاتو نه، سیاسي او اجتماعي فعاليت ته اړتيا لري

امرخېل: افغان سياستوال امتيازاتو نه، سیاسي او اجتماعي فعاليت ته اړتيا لري

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) ‏د ملي ثبات ټولنې بنسټګر او د جمهوري نظام يو پخوانی مقام ضياء الحق امرخېل، چې د نظام له سقوط څخه وروسته هم په کابل کې ژوند کوي، د طالبانو له لوري د بهر مېشتو افغان شخصیتونو د ستنولو د پروګرام په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:(( بهر مېشتو سیاسي/نظامي شخصیتونو د راستنولو پروګرام د قدر وړ دی.خو هغوی اوس هلته ارام ژوند لري او اولادونه یې تعلیم کوي.))

امرخېل زیاتوي:(( دغو شخصيتونو ته وطن کې دژوندي پاتې کیدلو ډاډ کوم امتیاز نده ؛ بلکې دا دحکومت مسولیت دی.په کار دا ده چې دلته ورته د سیاسي او اجتماعي فعالیت او په نظام کې د کار ډاډ ورکړل شي.))

ضياء الحق امرخېل دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د طالبانو له لوري افغان شخصیتونو سره د اړيکو او هېواد ته ستنولو د ګومارل شوي کميسيون مشر ملا شهاب الدين دلاور دغو شخصيتونو ته د سیاسي فعالیت د اجازې لرلو یا نه لرلو په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي خبریالانو ته همدومره ویلي، چې دغو شخصيتونو ته به په هېواد کې د ډاډمن امنيت ډاډ ورکړي.

1 COMMENT

  1. ضیاءالحق امرخیل صیب ډیری ښی او په ځای خبری کړی منته تری کوو.

    داسی ښکاری چی تالبان هم ړانده هم کاڼه او هم يی دعقل سترګی ړندی دی او نه وینی چی هغه افغانان چی په افغانستان کی له مجبوریته پاتی دی له هغو نه دوۍ د ژوند ټول حق اخستلی دی .

    نالب خلکو ته وايی چی راشۍ او مونږ به تاسو نه وژنو یعنی اوس ژوند او مرګ د الله تعالی په اختیار کی ندی بلکه تالبانو تری دادنده هم په خپله غاړه اخستلی ده

    کله چی په یوه ټولنه وحشت او تورجهالت حاکم وی لکه تالبیزم چی په افغانستان حاکم دی هلته د ولس ټولی هیلی مری او یا لکه بی هوشه جسدونه پاتی وی چی نه خپل حق غوښتلی شی او نه د راتلونکی لپاره کوم امید لری
    او یا خپل کور پریښودلو ته مجبور وی لکه چی وینو که چاته لاری پیداشی او حتی پاکستان هم اجازه ورکړی نو له
    خپله کوره کډه کوی

    د تالبیزم په حاکمیت کی دوه لاری پاتی دی چی یا افغانان باید له ځانه وحشیان او تور جاهلان جوړ کړی او که څو کاله دا وحشت او تور جهالت حاکم وی نو د افغانانو نسلونه به همداسی کیږی
    او بله لاره داده چی د تالبیزم د ورکولو لپاره افغانان باید پرله پسی په هره کچه مبارزه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب